د خيبر پښتونخوا په کورمه کې د روانې ترينګلتيا د ختمولو او دايمي اوربند رامينځ ته کولو لپاره د هغې سيمې شيعه او سني مشرانو د سولې پر لوظنامه لاسليکونه کړي دي.
نن (د جنورۍ پر لومړۍ نېټه) په کواټ کې د صوبايي حکومت په ملاتړ له تېرو څه باندې درو اونيو راهيسې روانه لويه جرګه د فريقينو له خوا د لوظنامې تر لاسليکولو وروسته پای ته ورسېدل.
د جرګې يو ګډونوال ملک عبدالولي خان د جنورۍ پر لومړۍ نېټه مشال راډيو ته وويل چې شيعه مشرانو وار د مخه لا پر لوظنامه لاسليکونه کړي ول، خو د سنيانو په استازيتوب ۲۰ مشرانو نن لاسليکونه وکړل، او ځينې پاتې مشران به هم لوظنامه ژر لاسليک کړي.
نوموړي زياته کړه چې د جرګې د ټولو مشرانو لخوا د سولې پر لوظنامه تر لاسليک وروسته به په لومړي سر کې بندې لارې پرانيستل کېږي او د هغوی ساتنه به د حکومت په ذمه وي.
په جرګه کې دواړو خواوو پر ۱۴ نکاتو خبرې کړې وې او د وسلو د راټولو پرته يې پر نورو ۱۳ نکاتو وار د مخه لا توافق راغلی وو.
د لوظنامې له مخې، په ۱۵ ورځو کې دننه به حکومت ته د وسلو د سپارلو لپاره يوه تګلاره جوړول کېږي، او بلخوا به هلته د دواړو خواوو لخوا جوړ کړل شوي سنګرونه ړنګېږي.
پر دې سربېره، د جنګونو او ناکراريو له امله بې کوره کړل شوي ټول کسان به بېرته په خپلو سيمو کې ځای پر ځای کېږي.
لوظنامه کې دا هم راغلي دي چې د ځمکو لانجې به د رواياتو او کاغذات مال له لارې هوارېږي.
بلخوا پر ټولنيزو شبکو د کرکې خپروونکو کسانو خلاف به حکومت کاروايي کوي.
دا تر هغه وروسته ده چې د نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې د هغې پېښې په ګډون شاوخوا ۱۳۰ کسان ووژل شول او له ۲۰۰ زيات کسان ژوبل شول.
تر هغه وړاندې، د اکتوبر پر ۱۲مه وسلوالو د کونج عليزوغره ته پر تلليو درو کسانو ډزې وکړې چې پکې هغوی ژوبل شول. دوی وايي وروسته وسلوالو په هم هغه سیمه کې د مساپرو د ګاډو پر کاروان برید وکړ. په دغو دواړو پېښو کې ۱۷ کسان ووژل شول. چارواکو ويلي ول، داسې ښکاري چې دویم برید د لومړۍ پېښې په غبرګون کې شوی وي.
تر هغه وروسته د کورمې لويې لارې وتړل شوې چې ولس يې په وار وار د خلاصولو غوښتنه کوي.
د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا د حکومت په مينځګړتوب د شيعه او سني ډلو ترمينځ په سیمه کې اوربند وشو، خو د ځايي خلکو په وینا، مهمې عمومي لارې لا هم نه دې خلاصې شوې.
په کورمه کې د څه کم دريو مياشتو راهیسې د لارو بندېدو له امله د خوراکي توکو، درملو، تېلو، د سون لرګيو او ګيس په ګډون د اړتیا وړ توکو سخت کمښت رامينځ ته شوی، او ورځنی ژوند او اقتصادي فعالیتونه ډېر اغېزمن شوي دي.
د ډېسېمبر پر ۲۳مه د خيبر پښتونخوا د اعلا وزیر علي امین ګنډه پور په مشرۍ د صوبايي کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د پاړه چينار سړک د امنيت لپاره به امنیت لپاره د ۳۹۹ ځانګړو پوليس سرتېرو ځواک ګوماري. د دې ډلې لومړنۍ دنده به د لویې لارې خوندي کول وي او په سیمه کې به په هر څو کیلوميټرو کې پوستې جوړېږي.
په هغه غونډه کې دا پرېکړه هم شوې وه چې د وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف ای اې) یوه ځانګړې څانګه به د ټولنیزو شبکو هغه حسابونه څاري چې کرکجن مواد خپروي او فرقه ييز تاوتريخوالي ته لمن وهي.
د خبر پاڼې ترمخه، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې په کورمه کې شيعه او سني ډلې باید د فبرورۍ تر لومړۍ نېټې ټولې درنې وسلې حکومت ته وسپاري او ټولې مورچې ړنګې کړي.
تر دې وړاندې، د ډېسېمبر پر ۲۰مه، په پېښور کې د لوړپوړو حکومتي او امنیتي چارواکو کمېټې (اپېکس کمېټې) په کورمه کې د روانې شخړې درولو لپاره پرېکړه وکړه چې په هغه سيمه کې به له سنيانو او شيعه ګانو وسلې ټولوي او د هغوی سنګرونه به ختموي.
د کابينې په غونډه کې ويل شوي ول چې په کورمه کې تر هغه دوامداره امن نه شي راتلی، تر څو هلته وسلې او مورچې ختمې کړل شوې نه وي.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
په سیمه کې د سني او شیعه ډلو ترمینځ د نښتو لپاره دواړو خواو په غرونو، د سړکونو پر غاړو او مهمو ځایونو کې مورچې جوړې کړې دي او د جګړې پر وخت له دغو مورچو پر یو بل بریدونه کوي.
په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.