د پښتونخوا ملي عوامي ګوند په مشرۍ د پښین جرګې پوښتنه پورته کړې چې په کومو سيمو کې معدنيات وي، هلته ولې ناامني جوړېږي؟
د بلوچستان په پښتون مېشته ضلع پښين کې دا جرګه د دیسمبر پر ۲۸مه پیل شوې وه او د دیسمبر پر ۲۹مه پای ته ورسېده. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند وياند نصير ننګیال د وړاندې شوي پرېکړه ليک په اړه مشال راډيو ته وویل چې د جرګې ګډونوالو پر خپلو وسایلو اختيار وغوښت او د ناامنۍ په اړه یې ګڼې پوښتنې راپورته کړي.
هغه د پاکستان پر امنيتي ځواکونو نيوکې وکړي او د پرېکړو په اړه یې وويل: "په پښتونخوا وطن کې ناامني ده، اپرېشنونه دي، غلاوې، شوکې او لوټ مار دی. چیري چې هم په پښتانه وطن کې شتمنۍ یا معدنیات دي هلته نا امني جوړه شي، هلته ترهګر راشي او د ترهګرو پر ضد دوی هلته خزې (مورچې) جوړې کړي. پر دې سربېره هلته نوره هم نا امني روانه شي."
ننګيال همدراز زیاته کړه چې ځايي خلک باید په خپلو وسایلو او معدنياتو لومړی حق ولري. "د الاټمنټ او قبضو لپاره د نورو سیمو خلک راشي او [دوی یې] د پښتانه وطن په نومونو ورکوي. جرګې دا قرارداد (پرېکړه ليک) پاس کړ چې دا عمل دې ژر تر ژره ودرول شي او پښتنو ته په خپلو شتمنيوو کې برخه ورکړل شي."
د پښين جرګه د پښتونخوا ملي عوامي ګوند لخوا د پښتنو په سيمو کې د زیاتېدونکو ناامنيو ضد د جرګو د لړۍ برخه وه. تر دې وړاندې په ژوب، لورالايي او سيوۍ کې هم ورته جرګې شوې دي. دا ګوند وايي چې وروستۍ جرګه به په کوټه کې کوي چې پکې به حتمي فیصلې او غوښتنې کېږي.
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند تر سیوري لاندې رابلل شوو جرګو مشر او د یاد ګوند مرکزي منشي نواب ایاز خان جوګیزي د پښین د جرګې په ورستۍ ورځ وویل چې د پښتنو د حقونو لپاره د ټولو قامونو يووالي ته ضرورت دی. هغه د پاکستان پر وفاقي حکومت نيوکې وکړې چې صوبو ته یې خپل حقونه نه دي ورکړي.
جوګيزي زیاته کړه: "له ۷۵ کاله څخه یې زموږ په څټ کې پښه را ایښې ده. دې زورورو لره چې ټول پښتانه ګوندونه یو نشې په یو ږغ نه شې ستونزي به وي. ما خو پښتنو ملتپاله ګوندنو ته ویلي چې د پښتنو د ستونزو هوارولو لپاره باید ټول سیاسي ګوندونه خپل منشور یوې خواته کړي او پښتنو ته د پېښو ستونزو مقابلې لپاره سره یو شو. دا خپل حق به په مرکز کې له پنجابه او په صوبه کې له بلوڅو اخلو."
د پاکستان وفاقي او د بلوچستان صوبايي حکومت د جرګې د غوښتنو او نيوکو په غبرګون کې لا څه نه دې ويلي. پوځ هم څه ځواب نه دی ورکړی. البته تر دې وړاندې د دغسې څرګندونو په ځواب کې پوځ او حکومت ويلي چې د سیمې امنیت ته ژمن دي، د خلکو وسایل خوندي دي او په دې اړه يې د وسلوالو ضد هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی.