د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ځينو غړيو د ناامنۍ له امله پر حکومت او پوځ نيوکې کړي


په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ د یوې پخوانۍ غونډې ارشیف انځور
په پېښور کې د صوبايي اسمبلۍ د یوې پخوانۍ غونډې ارشیف انځور

د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړو د ډېسېمبر پر ۳۱مه په هغه صوبه کې د امنیت پر خرابیدونکي وضعیت بحث وکړ او په همدې موخه يې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حيات ګنډه پور هم ورغوښتلی وو چې پر امنيتي چارو د اسمبلۍ غړو ته معلومات ورکړي.

دا غونډه چې د ډېسېمبر پر ۳۱مه پیل شوه او نن ( د جنورۍ پر لومړۍ نېټه) هم دوام کوي، په سر کې یې د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حيات ګنډه پور د امنيت په اړه د صوبايي اسمبلۍ غړو ته معلومات ورکړل.

د غونډې پر لومړۍ ورځ د صوبايي اسمبلۍ ځينو غړو په ځينو سیمو کې د امنيتي ځواکونو لخوا د امنيتي پوستو پرېښودو او امنيت نه برابرولو له امله پر حکومت او پوځ نيوکې وکړې.

صوبايي وزیر او له خیبره د اسمبلۍ غړي عدنان قادري اسمبلۍ ته د وینا پر مهال وویل: "زما په حلقه کې یو ځای دی، ملاګوري تحصیل، هلته د ترهګرۍ هېڅ کومه پېښه پخوا نه وه شوې خو چې امنيتي پوسته ختمه کړل شوه نو په سبا یې وسلوالو پر تاڼې برید وکړ او د پولیسو یو سرتېری یې وواژه."

د اسمبلۍ ځينو نورو غړو هم په ځينو سیمو کې د امنيتي ځواکونو لخوا د امنيتي پوستو د پرېښودو او د امنيت د نه برابرولو له امله پر حکومت او پوځ نيوکې وکړې. ځينو ويناوالو د تحريک انصاف صوبايي حکومت ناکامه وباله.

د اسمبلۍ ځينو حکومت مخالفه غړيو د اعلا وزير علي امين ګنډه پور په مشرۍ پر صوبايي حکومت نيوکې وکړې چې پولیسو ته یې له ترهګرۍ سره د مقابلې لپاره ضروري سهولتونه نه دي برابر کړي. خو په صوبه کې د واکمن، پاکستان تحريک انصاف حکومت غړيو وويل چې ترهګرۍ ځپل د پوځ کار دی چې وفاق یې بايد غم وخوري.

هغوی د پاکستان پر مرکزي حکومت تور پورې کړ چې د خیبرپښتونخوا پيسې نه ورکوي چې له امله یې صوبه د پولیسو لپاره پرمختللې وسلې او ګاډي نه شي اخیستلی.

د واکمن ګوند تحريک انصاف غړي اورنګزیب خان وويل چې له ترهګرۍ سره جنګ کول د پوځ کار دی او که یې نه شي کولی، پولیسو ته دې یې پرېږدي. هغه پر مرکزي حکومت هم نيوکې وکړې چې په وينا یې خیبر پښتونخوا ته د امنيت لپاره فنډ نه ورکوي.

اورنګزېب خان زياته کړه "دا ملک د سمېدو نه دی. ورځ په ورځ یې حالت خرابېږي. وفاق دومره ظلم شروع کړی چې صوبې ته فنډ نه ورکوي. پولیسو ته د بکتربند ګاډو او نورو سامانونو ضرورت دی خو له صوبې سره فنډ نه شته. دا ترهګر له کومه ځایه راځي چې زموږ ولس قتلوي؟ که د سرحدونو والا [پوځ] امن نه شي راوستلی، بیا دې يې پولیسو ته پرېږدي. پولیس هسې بدنامېږي. حقیقت بل څه دی."

د پاکستان مرکزي حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې ټینګار کړی وو چې د ترهګرۍ پرضد مبارزې ته ژمن دی. وزیراعظم شهباز شریف د نومبر پر ۱۹مه په اسلام اباد کې د لوړپوړو ولسي او امنیتي چارواکو غونډې ته په وینا کې ویلي ول چې د حکومت ټول تمرکز یې د ترهګرۍ پر ختمولو دی. هغه دا هم ويلي ول چې د خيبر پښتونخوا حکومت ته يې فنډونه ورکړي دي.

د خیبر پښتونخوا د پولیسو مشر اختر حيات ګنډه پورد ډېسېمبر پر ۳۱مه ناوخته له رسنیو سره په لنډو خبرو کې وویل، د اسمبلۍ غړيو ته یې د صوبې د امنیت مجموعي انځور وړاندې کړ او د اسمبلۍ غړو هم ورته خپل تجویزونه وړاندې کړي دي. هغه وویل، دا ډول لیدنې به بیا هم ترسره کېږي.

XS
SM
MD
LG