د لاسرسي ځای

تازه خبر

د لارو نه خلاصېدو په احتجاج کې، د پاړه چينار تجارانو دکانونه تړلي دي


د پاړه چينار تړلی بازار
د پاړه چينار تړلی بازار

د کورمې په پاړه چینار کې ځايي تاجرانو او دوکاندرانو له دریو میاشتو راهیسې د بند شوي، د ټل - پاړه چینار مرکزي سړک د نه خلاصېدو پر ضد مظاهره کړې ده.

د تاجرانو اتحادیې یو مشر جعفر حسین د جنورۍ پر ۱۲مه، مشال راډيو ته وويل چې دوی خپل کاروباري مرکزونه او دوکانونه ځکه بندوي چې د لارې د نه پرانیستل کېدو له وجې په بازار کې مالونه نشته. هغه زیاته کړه چې بله مسله دا ده چې د امنيتي ځواکونو په ملتيا کاروان په وخت نه بیولو له امله دوی تاوانونه کړی دي.

په کورمه کې د ټل - پاړه چینار پر مرکزي سړک سربیره، ځينې نورې لویې لارې هم بندې دي. دا سړکونه تر هغه وروسته بند شول چې د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې شيعه او سني ډلو ترمنځ خونړيوو. نښتې کې له ۱۵۰ زیات کسان ووژل شول او د بګن بازار وسوځول شو.

که څه هم په کوهاټ کې د جنورۍ پر لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا حکومت په منځګړتوب د شيعه او سني‌مشرانو ترمنځ د سولې معاهده لاسليک شوه خو لارې بیا هم نه دي خلاصې شوې. البته تر هغه وروسته د امنيتي ځواکونو په ملتيا، حکومت پاړه چينار ته دوه ځل پر ځينو سامانونو بار ګاډي بیولي دي. خو ځايي تاجر لیاقت حسین مشال راډيو ته وويل چې له هغو کاروانونو سره د پاړه چينار د خلکو ضرورت نه پوره کیږي.

د ځايي خلکو او چارواکو په وينا، په کورمه کې د تګ راتګ لارو د نه خلاصېدلو يوه لويه وجه په مندريوو سیمه کې له درې اونيوو راهیسې روان احتجاجي‌پرلت دی. په هغه احتجاج کې شامل ځايي مشر، شاهین ګل د جنورۍ پر ۱۲مه،‌ مشال راډيو ته وويل "ترڅو چې پر بګن د شوي یرغل پر وخت ورته د رسېدلیو نقصانونو ازاله نه وي شوې، خپل احتجاج نه ختموي". ګل زیاتوي چې دوی په بشپړ ډول د وسلو ټولېدل او په غیرقانوني‌ډلو بندیز غواړي.

له فریقینو سره د سرکاري جرګې یو مشر حاجي عزت ګل مشال راډیو ته ویلي وو چې د کوهاټ پر لوظنامې د فریقینو تر لاسليک وروسته، د پوځ مشرانو نه یوازې د بګن بازار بیرته جوړولو خبره منلې بلکې د هغه ځای مقامي خلکو ته یې د معاوضې ورکولو هم ويلي دي. د هغه په وينا حکومت دواړو غاړو ته يوه میاشت وخت ورکړی چې خپلې وسلې وسپاري.

حکومت پرېکړه کړې وه چې د جنورۍ پر ۱۱مه به د دواړو خواوو د مورچو ړنګولو اعلان کړی وو. خو د چارواکو په خبره دا کار ځکه ځنډېدلی چې يوې غاړې نور مهلت غوښتی وو.

په همدې حال کې د خیبرپښتونخوا حکومت ويلي چې شيعه او سني ډلې د جنورۍ تر پايه پورې وخت لري چې په خپله خوښه حکومت ته وسلې وسپاري. د خیبر پښتونخوا ګورنر، فیصل کريم کونډي د جنورۍ پر ۱۱مه په کراچۍ کې خبریالانو ته ويلي‌وو چې که دواړې غاړې وسلې ونه سپاري نو حکومت به له سختۍ کار واخلي. هغه زیاته کړې وه چې د لارو خلاصولو لپاره هم کار روان دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG