د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خیبر کې په وسلوال برید کې ۲ تنه وژل شوي، ۱ ژوبل دی


پولیس وايي حمله د تیرا په بر قمبرخېلو کې شوې ده - پخوانی انځور.
پولیس وايي حمله د تیرا په بر قمبرخېلو کې شوې ده - پخوانی انځور.

پولیس وايي چې د خیبر په تیرا کې د یو ولسي مشر پر ګاډي په ډزو کې دوه تنه وژل شوي او یو ژوبل دی.

د پولیسو ویاند ظهیر خان اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې ملک ظاهر شاه اپرېدی د جولای پر ۱۰مه د تیرا په بر قمبرخېلو کې یوې جرګې ته پر لاره وو چې وسلوالو یې پر ګاډي ډزې وکړې.

دی وايي، په حمله کې په ګاډي کې سپاره دوه تنه ووژل شول او یو کس ژوبل شو خو اپرېدی بچ شوی دی.

د حملې ذمه واري لا چا نه ده منلې خو اپرېدی زیاتوي چې پولیسو پلټنې پیل کړې دي.

ظاهر شاه اپرېدی بر قمبر خېلو د جرګو لپاره خپل مشر ټاکلی دی او اکثر په سیمه کې جرګو او غونډو ته ځي.

په خیبر ضلع کې له یوې مودې راهیسې د امنیت وضع خرابه ده. د جون پر ۳۰مه شپې مهال د تخته بېګ پر پوستې په وسلوال برید کې یو پولیس او یو د اېف سي ځواک سرتېری ووژل شول. تر دې مخکې د هم هغې میاشت پر ۱۸مه شپې مهال په لواړګي کې په وسلوال برید کې یو ځايي خبریال خلیل جبران اپرېدی ووژل شو چې په غبرګون کې یې په هغه سیمه کې احتجاجي ناسته پیل شوه چې لا هم روانه ده.

د خیبر پښتونخوا حکومت د جون پر ۲۰مه ویلي ول چې د خلیل اپرېدي په وژنه کې به ککړ کسان ژر ونیسي.

د خیبر پولیس وایي د خلیل اپرېدي او په سیمه کې په شویو نورو وژنو کې په ککړو کسانو پسې ګرځي.

XS
SM
MD
LG