د لاسرسي ځای

تازه خبر

په میرلي کې ګوندونو د عزم استحکام عملیاتو ضد لاریون کړی دی


د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د عملیاتو پرضد مظاهرې روانې دي - د جولای درېیمې انځور.
د پاکستان په بېلابېلو برخو کې د عملیاتو پرضد مظاهرې روانې دي - د جولای درېیمې انځور.

د شمالي وزیرستان په میرلي کې د جمعیت علمای اسلام (ف) په بلنه د پاکستان حکومت له خوا د اعلان شویو ترهګرۍ ضد عملیاتو خلاف احتجاجي لاریون شوی دی.

د جولای پینځمې لاریون ته د سیمې د ټولو ګوندونو ځايي مشران، غړي او ولسي وګړي ورغلي ول.

هغوی وویل چې مخکې هم هلته وسلوالو ضد عملیات شوي چې په نتیجه کې یې عام خلک بې کوره او اغېزمن شول خو ناامني ختمه نه شوه، نو ځکه هلته نور پوځي عملیات نه غواړي.

د احتجاج پر مهال د جمعیت علمای اسلام (ف) د میرلي مشر احمد سعید وویل چې که حکومت او پوځ غواړي چې امن پر ځای شي، نو له ټولو ګوندونو سره دې مشورې وکړي او د خبرو له لارې دې ستونزې حل کړي.

د لاریون ګډونوال او د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) د خیبر پښتونخوا څانګې ویاند جمال داوړ مشال راډیو ته وویل چې هر څه له "ښه نیت او پالیسۍ" سره تړلي دي.

ده وویل، که د امن پرځای کولو لپاره عمومي پالیسي بدله نه شي، نو په داسې عملیاتو کې به عام ولس یوازې له تاوانونو سره مخامخ شي.

تر دې دوه ورځې مخکې په سوات کې د عزم استحکام په نوم د عملیاتو خلاف د "امن مارچ" په نوم احتجاجي لاریون شوی وو.

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر ۲۲مه د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د لوړپوړې کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د "ترهګرۍ او سختدريځۍ" پرضد به د "عزم استحکام" په نوم عملیات کوي.

د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزارت د جون پر ۲۳مه په بیان کې وویل چې حکومت د ترهګرۍ پرضد د ملي کیمپېن په ترڅ کې د "ټولنیزو او اقتصادي اقداماتو" له لارې د "خلکو د حقیقي یا اصلي اندېښنو د ځوابولو او د سختدریځو رجحاناتو د مخنیوي" لپاره د سازګار چاپېریال ایجادولو پرېکړه کړې ده.

تر هغې وروسته يوشمېر حکومت مخالفه ګوندونو او قبايلي مشرانو د عملیاتو مخالفت وکړ او دا يې د ولس په زيان وبلل.

خو د جون پر ۲۴مه د وزيراعظم دفتر په يوه خبرپاڼه کې وويل چې نوي عمليات د پخوانيو په څېر نه دي او دا ځل به پر دومره پراخ کچ جنګ نه کېږي چې خلک بې کوره شي.

XS
SM
MD
LG