د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې فعالانو د صوبې د حقونو لپاره د ولسي تحریک پیلولو اعلان کړی دی


په پېښور کې خلک د برېښنايي پارچاو او لوړو بېلونو پرضد مظاهره کوي - پخوانی انځور.
په پېښور کې خلک د برېښنايي پارچاو او لوړو بېلونو پرضد مظاهره کوي - پخوانی انځور.

په پېښور کې مدني او سیاسي فعالانو د صوبې د حقونو ترلاسه کولو لپاره د ولسي تحریک پیلولو اعلان کړی دی.

د جولای پر څلورمه د پېښور په شاهي باغ کې یوه ولسي غونډه وشو چې پکې د خیبر پښتونخوا د بېلا بېلو برخو سیاسي او مدني فعالانو برخه واخیسته.

هغوی په غونډه کې د پښتونخوا ایکشن کمېټۍ په نوم یوه ډله جوړه کړه چې په مشرۍ به یې ولسي غورځنګ پرمخ وړي.

د کمېټۍ یو غړي شکیل وحید الله د جولای پر څلورمه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د ضلعو پر کچ به د ولسي کمېټیو په همکارۍ د بجلۍ د لوډشیډنګ (پارچاو)، ناروا ټیکسونو او د صوبې د نورو حقونو لپاره مبارزه کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په صوابۍ، ملاکنډ، سوات او ځینو نورو سیمو کې د ولسي ایکشن کمېټیو په نامه ولسي تحریکونه پیل شوی دي او د جون پر ۳۰مه د صوابۍ ایکشن کمېټۍ په نامه د حقونو ولسي تحریک د ضلعې په بېلا بېلو برخو کې احتجاجونه وکړل او د بجلۍ د بېلونو د نه ورکولو اعلان یې وکړ.

په خیبر پښتونخوا کې په وروستیو کې برېښنايي پارچاو زیات شوی دی چې پر ضد یې خلکو احتجاجونه کړي دي. د صوبې اوسېدونکي وایي د صوبې په ځینو سیمو کې تر ۲۰ ساعتونو زیات لوډشیډنګ کېږي.

دا راز حکومت د ۲۰۲۴-۲۵ مالي کال لپاره په بجټ کې نوي ټیکسونه شامل کړی دي. په دې کې د تېلو نرخونه زیاتول، له صادراتو یا برامداتو څخه پر ترلاسه کېدونکي عاید او سېمېنټو ټیکسونه او نورې مالیې شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې د لوډشیډینګ او د بجلۍ او اوبو خالصې ګټه کې د صوبې د برخې په اړه د صوبې او وفاق تر مینځ اختلاف روان دی.

د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر علي امین ګنډه پور ویلي که وفاقي حکومت د لوډشیډنګ ستونزه نه هواروي نو د بجلۍ نظام به خپل واک کې اخلي، خو وفاقي حکومت وايي چې په هغه سیمو کې زیات لوډشیډنګ کوي چې پکې بجلي غلا کېږي او خلک بېلونه نه ورکوي.

XS
SM
MD
LG