د لاسرسي ځای

تازه خبر

پشتین: ډاکتران اوسني حالت کې له هېواده بهر د ګیله من وزیر لېږدول خطرناک بولي


ګیله من وزیر (له ښي لوري لومړی) د پي ټي اېم له مشر منظور پشتین سره ناست دی - پخوانی انځور.
ګیله من وزیر (له ښي لوري لومړی) د پي ټي اېم له مشر منظور پشتین سره ناست دی - پخوانی انځور.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي د درملنې لپاره یو بهرني هېواد ته د غورځنګ د مخکښ فعال او شاعر ګيله من وزير د لېږدولو ټول تیاری یې کړی دی خو ډاکټران وايي په دې حالت کې د هغه استول خطر لري.

پشتین د جولای پر نهمه شپې مهال په اسلام اباد کې د پاکستان د طبي علومو انسټیټیوټ (پاکستان انسټيټیوټ اف میډیکل ساینسز یا پېمز) د روغتون مخکې ته د پي ټي اېم ورغونډو شویو غړو ته په وينا کې وويل چې بهرنيو ډاکټرانو ته یې د ګيله من وزیر د طبي معاینو یا ټېسټونو راپور استولی دی.

هغه ګيله وکړه چې "سوله خوښو پښتنو" ته امبولانسونه هم پر وخت نه برابرېږي. "موږ چې ميډيکل کاغذونه او راپور ورولېږداوه نو هغوی راته وويل چې 'اوس یې پريږدئ، که ښه والي ته ځي نو د راوړلو قابل به شي.' خو في الحال دا پرمختګ نه دی شوی. زه وايم چې د دې ملک هوايي امبولانسونه یوازې د قاتلينو لپاره په مېنټونو کې تيار وي."

منظور پشتين پر پولیسو تنقید وکړ چې تر اوسه یې پر ګيله من وزیر په برید کې ککړ کسان نه دي نیولي.

د هغه په وينا، له اسلام اباد پولیسو سره یې اېف ای ار درج کړی چې ګيله من وزیر د جولای پر اوومه په هغه ښار کې د ازاد خان دواړ په نامه يو تن او له هغه سره ۱۰ یا ۱۲ نورو کسانو په لرګیو پر سر وهلی دی.

داوړ په شمالي وزیرستان کې يو ځايي سیاستوال او په اسلام اباد کې د جایداد کاروبار لري.

داوړ لا په دې اړه څه نه دي ويلي خو د اسلام اباد پولیس وايي چې پر ګیله من وزیر یې د برید مقدمه دایره کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.

د پولیسو یو ویاند تقي جواد اخوندزاده د جولای پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې پر وزیر حمله د "ذاتي دښمنۍ" پر اساس شوې ده.

د پولیسو د عملیاتي چارو د څانګې ویاند شریف الله خټک د جولای پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو په مقدمه کې د تورنو کسانو پر دفترونو او کورونو چاپې وهلې دي خو هغوی ورک دي او لا یې هېڅوک نه دي نیولي.

په همدې حال کې د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر محسن داوړ ویلي دي چې د درملنې لپاره د ګیله من وزیر اروپا ته پر استولو بحث روان دی.

محسن داوړ: د درملنې لپاره د ګیله من وزیر اروپا ته پر استولو غور روان دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:26 0:00

محسن داوړ د جولای پر نهمه شپې مهال د اسلام اباد په پېمز روغتون کې مشال راډیو ته وویل چې له هېواده د وزیر بهر د استولو بهیر خورا اوږد دی.

د ګيله من وزیر خپل نوم حضرت نعيم دی. هغه د شمالي وزیرستان د رزمک اوسېدونکی دی. نوموړی د بشري حقونو لپاره د فعالیت او له پښتنو سره د مینې او ملتپالنې شاعرۍ لپاره ډېر مشهور دی.

هغه په خپلو شعرونو کې د لادرکو خلکو پر مسله هم غږيږي او د پاکستان پر امنيتي مسایلو نیوکې هم کوي.

وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنسټګر منظور احمد پشتین له نېږدې ملګرو او د هغه د مرکزي شورا غړی دی.

وزیر په ۲۰۲۳ز کال کې پر پوځ د نیوکو او د خلکو د پارونې تورونو پر اساس نیول شوی وو. هغه د ۲۰۲۴ز کال په فبرورۍ کې تر شاوخوا اته میاشتې زندان تېرولو وروسته خوشې شو.

XS
SM
MD
LG