د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان په درابڼ کې خلکو پر يو کور د مارټر ګولیو لګېدو په پېښه کې د دوو ماشومانو تر وژل کېدو وروسته احتجاج پيل کړی دی.
مظاهرچيان وايي پاکستانیو پوځيانو د جولای پر شپږمه پر ځايي کورونو درې مارټر مرمۍ وویشتې چې پکې دوه ماشومان وژل شوي او درې ښځې ژوبل شوي دي.
د پاکستان پوځ لا د هغې پېښې په اړه څه نه دي ويلي.
د بشري حقونو ځايي فعال او د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) يو سیاستوال عمر شېراني د جولای پر اوومه مشال راډيو ته وويل چې پېښه د زړکاڼي په کلي کې شوې ده.
هغه زیاته کړه چې دا لومړی ځل نه دی چې پوځ د ملکي وګړو پر کورونو ډزې کوي نو ځکه خلک غوښتنه کوي چې پوځ دې له هغې سیمې ووځي. "په دې ټوله سيمه کې ترهګري زیاته ده. دلته پوځيانو له عزم استحکام ډېر مخکې عمليات پيل کړي دي. خو موږ دلته ټول خلک پېژنو. دا زموږ سیمه ده. دلته پوځي هېڅ وسلوال نه دی وژلی. پر عامو خلکو یې زور رسېږي. خلک نور تنګ دي. دوی وايي چې پوځ دې زموږ له سیمې وځي. هر چا چې دا ماشومان وژلي او ښځې زخميانې کړې، د هغوی په خلاف دې پوليس رپورټ درج کړي او د قوم ننواتي دې وکړي. بخښنه دې وغواړي."
په ډېره اسماعیل خان کې د پاکستان پوځ د مظاهرچیانو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي. خو د درابڼ پولیسو مشال راډيو ته ويلي چې په دې اړه پلټنې روانې دي او د خلکو شکایتونه به اوري.
د جولای پر اوومه د درابڼ په کنټرول روم کې ناست يو افسر، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، مشال راډيو ته وويل چې د امنيت ساتلو لپاره هلته د پوځیانو پاتې کېدل او عملیات ضروري دي.
په ډېره اسماعیل خان او په ځانګړي ډول په درابڼ کې په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې پر امنیتي ځواکونو او پولیسو یوشمېر لویې حملې شوې دي او داراز، پوځ او پولیسو هم په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کړي دي.
په ډېره اسماعيل خان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ځايي مخکښ عالمزیب مسيد مشال راډيو ته وويل چې دوی په خپلو سیمو کې نور عمليات او جنګونه نه غواړي.
هغه د جولای پر اوومه له مشال راډيو سره خبرو کې زیاته کړه چې له پوځي کلا څخه د ولسي وګړو پر کورونو د پوځ ډزو خلک غصه کړي دي. "پخوا به يوازې په غرنيو سیمو کې دا قسم پېښې کېدلې، اوس په ميداني علاقو کې هم کېږي. موږ وايو چې دلته دې دا جنګونه نه راوړل کېږي. خلک پر دې نويو عملياتو ډېر زیات تشویش لري."
د جون پر ۲۲مه د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د لوړپوړې کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د "ترهګرۍ او سختدريځۍ" پرضد به د "عزم استحکام" په نوم عملیات کوي.
د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزارت د جون پر ۲۳مه په بیان کې وویل چې حکومت د ترهګرۍ پرضد د ملي کیمپېن په ترڅ کې د "ټولنیزو او اقتصادي اقداماتو" له لارې د "خلکو د حقیقي یا اصلي اندېښنو د ځوابولو او د سختدریځو رجحاناتو د مخنیوي" لپاره د سازګار چاپېریال ایجادولو پرېکړه کړې ده.
تر هغې وروسته يوشمېر حکومت مخالفه ګوندونو او قبايلي مشرانو د عملیاتو مخالفت وکړ او دا يې د ولس په زيان وبلل. هغوی دریځ لري چې د عملیاتو له وجې د خلکو د بې کوره کېدو خطر دی.
د عملیاتو مخالفان داراز وايي چې ترهګري په عملیاتو نه بلکې د ترهګرۍ ضد پالیسیو په بدلولو او د وسلوالو ترمینځ د توپیر په نه کولو ختمېږي.
د جون پر ۲۴مه د وزيراعظم دفتر په يوه خبرپاڼه کې وويل چې نوي عمليات د پخوانيو په څېر نه دي او دا ځل به پر دومره پراخ کچ جنګ نه کېږي چې خلک بې کوره شي.
په همدې حال کې د پاکستان پوځ د جولای پر پينځمه په يوه خبرپاڼه کې پر هغو سیاسي ګوندونو نيوکې کړي چې عمليات ردوي.
د پوځ عامه اړیکو دفتر ای اېس پي ار ادعا کړې چې "د وسلوالو د ملا ماتولو" لپاره پوځي عمليات ضروري دي.
د پاکستان پوځ په تېرو وختونو کې هم په بیا بیا ټینګار کړی دی چې په وسلوالو ډلو کې توپیر نه کوي او په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې یې د هغوی پرضد په عملیاتو کې بریاوې ترلاسه کړې دي.