د لاسرسي ځای

تازه خبر

په سوات او اورکزیو کې د "عزم استحکام" عملیاتو پرضد احتجاجونه شوي


د خیبر پښتونخوا په اورکزی کې د جولايي پر پنځمه د عزم استحکام عملیاتو پرضد لاریون شوی.
د خیبر پښتونخوا په اورکزی کې د جولايي پر پنځمه د عزم استحکام عملیاتو پرضد لاریون شوی.

د خيبرپښتونخوا په قبایلي ضلع اورکزی او د سوات په بېلا بېلو برخو کې خلکو د عزم استحکام پوځي عملیاتو پرضد او د امن لپاره مظاهرې کړې دي.

په اورکزيو کې د جولایي پر پنځمه د "اورکزو حقونو غورځنګ" د عزم استحکام پوځي عملياتو پرضد او د امن لپاره لاريون او احتجاج کړی دی.

دا لاريون له ډبوري څخه پيل شو او په فيرزو خېلو کې پای ته ورسېد. په دې کې پښتون ژغورنې غورځنګ ، کاروباري تنظيمونو ، سياسي ګوندونو او د اورکزو ټولو قبيلو ګډون وکړ.

لاريون کوونکو ته د غورځنګ مشر صفي الله اورکزي وويل چې په سيمه کې يې امنيت پرځای دی او حکومت دې د پوځي عملياتو لپاره بانې نه ګوري.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ځايي مشر نجيب الرحمان اورکزي وویل چې " پښتانه نور توان نه لري چې بيا بې کوره شي، کورونه يې وران شي، بچي یې يتيمان او خوېندې يې کونډې شي."

د لاریون مشران وویل چې تر هغه وخته به احتجاجونه جاري ساتي چې حکومت د عزم استحکام په نامه پوځي عملیاتو پرېکړه بیرته نه وي اخیستې.

بل پلو د سوات په خوازه خيله، کبل او مټه کي د جولايي پر پنځمه د ولسي پاڅون تر سيوري لاندې ګڼو خلکو د عزم استحکام پوځي عملياتو خلاف مظاهرې کړې دي.

په کبل کې مظاهرې ته د وينا پر وخت د پاڅون يو مشر سيد عبدالمعين شاه ووويل چې دوي پخوانيو عملياتو ډېر ځپلي دي او نوي نور نشي زغملای.

تر دې یوه ورځ وړاندې د شمالي وزیرستان په میرلي کې د جمعیت علما اسلام (ف) په بلنه سیاسي ګوندونو او ځايي خلکو د عزم استحکام په نامه د اعلان شویو پوځي عملیاتو خلاف احتجاج وکړ.

په عین وخت کې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ مخنیوي لپاره اعلان شوي عزم استحکام پوځي عمليات مهم ګرځولي دي.

د پوځ مطبوعاتي څانګې ای اېس پي ار د جولایي پر پنځمه په یو خبرپاڼه کې ویلي چې دا خبره د پوځ د مشر جنرال عاصم منير په مشرۍ د کورکمانډرانو په غونډه کې شوې ده.

خبرپاڼه لیکي چې "د عزم استحکام پوځي عملياتو د مختلفو اړخونو جاج اخستل شوی او په ملک کې د تلپاتې ثبات او معاشي خوشالۍ لپاره عزم استحکام عمليات د وخت ضرورت دی."

خبرپاڼې زیاته کړې ده چې " پر عزم استحکام پوځي عملياتو بې جوازه نيوکو باندې هم اندېښنه ښودل شوې ده."

د پوځ دا غبرګون په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې يو شمېر حکومت مخالفه سياسي ګوندونو او په خيبرپښتونخوا کې تر دې وړاندې شویو پوځي عملیاتو ځپلیو خلکو د دې تازه اعلان شویو عملیاتو پرضد احتجاجونه پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د جون پر ۲۲مه د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف په مشرۍ د لوړپوړې کمېټۍ په غونډه کې پرېکړه شوې وه چې د "ترهګرۍ او سختدريځۍ" پرضد به د "عزم استحکام" په نوم عملیات کوي.

د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزارت د جون پر ۲۳مه په بیان کې وویل چې حکومت د ترهګرۍ پرضد د ملي کیمپېن په ترڅ کې د "ټولنیزو او اقتصادي اقداماتو" له لارې د "خلکو د حقیقي یا اصلي اندېښنو د ځوابولو او د سختدریځو رجحاناتو د مخنیوي" لپاره د سازګار چاپېریال ایجادولو پرېکړه کړې ده.

تر هغې وروسته يوشمېر حکومت مخالفه ګوندونو او قبايلي مشرانو د عملیاتو مخالفت وکړ او دا يې د ولس په زيان وبلل.

خو د جون پر ۲۴مه د وزيراعظم دفتر په يوه خبرپاڼه کې وويل چې نوي عمليات د پخوانيو په څېر نه دي او دا ځل به پر دومره پراخ کچ جنګ نه کېږي چې خلک بې کوره شي.

  • انځور سایز

    ممتاز بنګښ

    ممتاز بنګښ په کواټ کې د مشال راډیو خبریال دی چې د کواټ، کرک، اورکزیو او ورسره د تړلو سیمو په اړه خبریالي کوي. 

  • انځور سایز

    نیاز احمد خان

    نیاز احمد خان په سوات کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د ملاکنډ ډېوېژن د نهو ضلعو سوات، بر او کوز دیر، بر او کوز چترال، ملاکنډ، بونېر، باجوړ او شانګلې په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG