د سیمې یو مشر ملک زیارت ګل اتمانخېل د ډېسېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې خلک نه غواړي د پخوا په څير وځپل شي. "خلک مخکې هم د جګړو له کبله کډوال شوي وو. اوس یو ځل بیا داسې حال راغلی چې خلک د خپلې راتلونکې په اړه ناامیده دي او کډوالۍ ته مجبور شوي دي."