د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزيرستان کې مسيد مشرانو د امن لپاره جرګه کړې ده


د جنوبي وزيرستان مسيد مشران د ناامنۍ ختمولو او نورو ستونزو د هواري لپاره جرګه کوي ـ پخوانی انځور
د جنوبي وزيرستان مسيد مشران د ناامنۍ ختمولو او نورو ستونزو د هواري لپاره جرګه کوي ـ پخوانی انځور

د بر جنوبي وزيرستان په سره روغه سيمه کې د درې مسيد مشرانو جرګه کړې او له حکومته يې په هغه سيمه کې د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې ده.

د ډېسېمبر پر ۲۰مه د شوې درې مسيد جرګې يو مشر اېډوکېټ شېرپاو مسيد مشال راډيو ته وويل چې د پوځ ځايي چارواکو د جرګې مشرانو ته په هغه ضلع کې پر ولسي کورونو د توپونو او مارټر ګولو (هاوان مرميو) د استعمال بندولو باور ورکړ.

د جرګې يو بل مشر شاه فيصل غازي مشال راډيو ته وويل چې هلته له مودې راهيسې د عامو خلکو پر کورونو توپونه ويشتل کېږي او د هاوان مرمۍ ورباندې توغول کېږي. نوموړي زياته کړه، چې پر دې سربېره بې ګناه کسان ځورول کېږي او نيول کېږي.

د غازي په وينا، هغوی په وار وار له حکومت او امنيتي ځواکونو څخه د دې کړنو د بندولو غوښتنه کړې ده، خو پر ژمنې سربېره بيا هم دا ډول کارونه تکرار شوي دي.

د جرګې ځينو نورو ګډونوالو مشال راډيو ته وويل چې خلک د توپونو او هاوان مرميو له لاسه سم خوب نه شي کولای او په سيمه کې يې د ناامنۍ له امله کاروبارونه هم اغېزمن شوې دي.

د درې مسيد مشرانو تر دې وړاندې هم، د ډېسېمبر پر ۱۴مه، په سره روغه کې جرګه کړې وه او له حکومتي چارواکو څخه يې په هغه سيمه کې د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې وه.

په بر جنوبي وزيرستان کې پوځي چارواکو له درې مسيد جرګې سره د شويو خبرو په اړه لا څه نه دې ويلي خو د ضلعي انتظاميې يو مشر چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې امنيتي ځواکونه هلته د امنيت ټينګولو لپاره د وسلوالو خلاف هدفي عمليات کوي.

د خیبر پښتونخوا په قبایلي سيمو کې ځايي خلک وخت په وخت پر ولسي ځایونو د مرمیو او توغندیو د لګېدو شکایتونه کوي. هلته په بېلا بېلو وختونو کې د هاوان د مرميو د توغولو په پېښو کې ملکيانو ته مرګژوبله اوښتې ده چې پر ضد یې ځایي ولس په وار وار احتجاجونه کړي دي.

بلخوا د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG