په شمالي وزیرستان کې ناپېژندليو وسلوالو د يوې کورنۍ دوه غړي وژلي دي.
د دې ضلعې استخباراتي او انتظامي چارواکو، چې له رسنیو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط د ډېسېمبر پر ۲۴مه مشال راډيو ته وویل چې تېره شپه د ميرلي په بړوخېلو کې وسلوال يوه کور ته ننوتل او ناتاره ډزې يې پیل کړي چې په نتيجه کې يې يو سړی او د هغه مېرمن ووژل شول.
تر اوسه لا معلومه نه ده چې حمله چا او ولې کړې ده.
په شمالي وزیرستان کې د ډېسېمبر پر ۲۳مه په یوه بله پېښه کې د چارواکو په وینا، ناڅرګنده وسلوالو د پوليو يو کارکوونکی له خپله کوره تښتولی دی.
د دغو دوو کسانو له وژل کېدو سره په شمالي وزیرستان کې په روان ۲۰۲۴ز کال کې تراوسه په هدفي بريدونو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۳۷ ته رسېدلی دی چې تراوسه پورې د هېڅ يوې پېښې ذمه واري چا نه ده منلې او نه هم چارواکو په دې تړاو څوک تورن کړي يا نيولي دي.
په سيمه کې د ناامنیو پرضد په وار وار احتجاجونه شوي او له حکومته د امنیت ټينګولو غوښتنه شوې ده. پوځ او ځايي چارواکو تل ويلي چې امنیت ټينګولو ته ژمن دي او د وسلوالو ضد يې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.