فيصل کريم کنډي دا اعلان د نومبر پر ۲۹مه په چارسده کې د عوامي نېشنل ګوند له مشر اېمل ولي خان سره تر لیدو کتو وروسته شریکې خبري غونډې ته په وینا کې وکړ.
دوی په بکاخېلو منډي کې له نن (د نومبر له ۳۰مې) احتجاج پیل کړی او وايي چې یوه ورځ مخکې په غوړا بکاخېلو کې د وسلوالو پر ضد عملیاتو پر مهال یو عام کس وژل شوی او دوه نور ژوبل دي او خلکو ته د دې اجازه نه ورکول کېږي چې وژل شوی تن خاورو ته وسپاري.
روغتیايي چارواکي او ځايي مشران وايي، په تازه په نښتو کې یوشمېر کسان ووژل او تر ۳۰ پورې ژوبل شول. دوی وايي، د نومبر پر ۲۸ د ضلعې په دوو سیمو کې د یو ماشوم په ګډون څلور نور مړي وموندل شول چې ورسره له تېرې څه باندې یوې اونۍ راهیسې په فرقه ییزو نښتو کې د وژل شویو شمېر ۶۹ ته رسېدلی دی.
د کورمې انتظامي مشر جاوېد الله مسید د نومبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د اوربند رسمي اعلان لا نه دی شوی خو دواړو لوریو ورسره په نښتو درولو موافقه کړې ده. دی وايي چې د کورمې په ځینو برخو کې لا هم ډزې کېږي چې د درولو هڅه یې کوي.
هغې ادارې د نومبر پر ۲۸مه پر خپله ووبپاڼه په بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د نومبر پر ۲۷مه په ډېره اسماعيل ضلع کې د یو هلک د وینو په نمونو کې پولیو وایرس تایید کړی دی.
د شیعه ګانو یو مشر عاقل حسین د نومبر پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت دې په سيمه کې خپل واک عملي کړي او جنګ دې ودروي. د سنیانو يو مشر حاجي سليم خان اورکزي مشال راډيو ته وويل چې حکومت دې د اعلان کړي اوربند د عملي کولو تر څنګ د خونړيو پېښو د پيلولو په پلټنو کولو عاملينو ته سزا ورکړي.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې دعوه کړې چې هغو وسلوالو د نومبر پر ۲۶مه شپې مهال پر ډېورنډ کرښه له افغانستانه سپینوام ته د اوښتو هڅه کوله چې امنیتي سرتېرو وویشتل.
د جاني خېلو اوسېدونکو د نومبر له ۲۲مې څخه په سیمه کې غونډه پیل کړې ده. جرګې له حکومته دا غوښتنه هم کړې چې په سیمه کې پر امنیتي پوسته په وروستي برید کې د ککړتیا په تور نیول شوي کسان دې خوشې کړي.
د بګن سیمې يو مشر حاجي محمد کريم د نومبر بر ۲۵مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې انتظامي او پوځي افسرانو ته يې څلور مړي ورسپارلي او له مخالف لوري يې پينځه ښځينه ترلاسه کړې دي.
د خیبر ضلعي انتظامیې د نومبر پر ۲۴مه د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استول شوي بیان کې ویلي چې پوځي چارواکو د تیرا له مشرانو سره جرګه کړې او د عملیاتو پر مهال د وژل شویو او ژوبلو کسانو کورنیو ته یې معاوضې ورکړې دي.
نور وښیئ