روغتیايي چارواکي او ځايي مشران وايي، په تازه په نښتو کې یوشمېر کسان ووژل او تر ۳۰ پورې ژوبل شول. دوی وايي، د نومبر پر ۲۸ د ضلعې په دوو سیمو کې د یو ماشوم په ګډون څلور نور مړي وموندل شول چې ورسره له تېرې څه باندې یوې اونۍ راهیسې په فرقه ییزو نښتو کې د وژل شویو شمېر ۶۹ ته رسېدلی دی.
د کورمې انتظامي مشر جاوېد الله مسید د نومبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې د اوربند رسمي اعلان لا نه دی شوی خو دواړو لوریو ورسره په نښتو درولو موافقه کړې ده. دی وايي چې د کورمې په ځینو برخو کې لا هم ډزې کېږي چې د درولو هڅه یې کوي.
هغې ادارې د نومبر پر ۲۸مه پر خپله ووبپاڼه په بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د نومبر پر ۲۷مه په ډېره اسماعيل ضلع کې د یو هلک د وینو په نمونو کې پولیو وایرس تایید کړی دی.
د شیعه ګانو یو مشر عاقل حسین د نومبر پر ۲۶مه مشال راډيو ته وويل چې حکومت دې په سيمه کې خپل واک عملي کړي او جنګ دې ودروي. د سنیانو يو مشر حاجي سليم خان اورکزي مشال راډيو ته وويل چې حکومت دې د اعلان کړي اوربند د عملي کولو تر څنګ د خونړيو پېښو د پيلولو په پلټنو کولو عاملينو ته سزا ورکړي.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استولي بیان کې دعوه کړې چې هغو وسلوالو د نومبر پر ۲۶مه شپې مهال پر ډېورنډ کرښه له افغانستانه سپینوام ته د اوښتو هڅه کوله چې امنیتي سرتېرو وویشتل.
د جاني خېلو اوسېدونکو د نومبر له ۲۲مې څخه په سیمه کې غونډه پیل کړې ده. جرګې له حکومته دا غوښتنه هم کړې چې په سیمه کې پر امنیتي پوسته په وروستي برید کې د ککړتیا په تور نیول شوي کسان دې خوشې کړي.
د بګن سیمې يو مشر حاجي محمد کريم د نومبر بر ۲۵مه ناوخته مشال راډيو ته وويل چې انتظامي او پوځي افسرانو ته يې څلور مړي ورسپارلي او له مخالف لوري يې پينځه ښځينه ترلاسه کړې دي.
د خیبر ضلعي انتظامیې د نومبر پر ۲۴مه د مشال راډیو په ګډون رسنیو ته په استول شوي بیان کې ویلي چې پوځي چارواکو د تیرا له مشرانو سره جرګه کړې او د عملیاتو پر مهال د وژل شویو او ژوبلو کسانو کورنیو ته یې معاوضې ورکړې دي.
د جرګې مشرانو دا هم وويل چې په دې لړ کې يې له امنيتي چارواکو سره لیدلي، خو لا کومې نتيجې ته نه دي رسېدلي. د نومبر پر ۱۹مه په بنو کې په امنيتي پوسته پر ځانمرګي بريد کې ۱۲ سرتېري ووژل شول. د پاکستانيو طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د بريد ذمه واري منلې وه. امنيتي ځواکونو تر پېښې وروسته لسګونه کسان ونیول.
نور وښیئ