د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور پوهنتون کې د تندروۍ د مخنيوي او زغم ښوونې په اړه غونډه شوې


په پېښور پوهنتون کې د ډېسېمبر پر ۱۹مه، غونډې ته یو ګډونوال وینا کوي.
په پېښور پوهنتون کې د ډېسېمبر پر ۱۹مه، غونډې ته یو ګډونوال وینا کوي.

په پېښور پوهنتون کې ځوانانو ته ښوونه شوې چې څه ډول د تندروۍ او تاوتريخوالي مخه ونیسي او په ټولنه کې زغم زیات کړي.

په دې اړه د ډېسېمبر پر ۱۹مه دوه ورځنۍ غونډه پيل شوې چې پر زده کوونکو سربېره ښوونکو او حکومتي چارواکو هم برخه پکې اخيستې ده.

د غونډې ګډونوالو وویل چې په پاکستان، په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې بې‌ روزګاري، تعلیمي او اقتصادي ستونزې او د زغم کمښت خلک تندروۍ او ترهګرۍ ته هڅوي.

پر دې مهال د پېښور پوهنتون د جرايمود پوهې څانګې مشر پروفېسر ډاکټر بشارت حسین وویل چې نړیوال، ملي، او سیمه‌ يیز عوامل د تندروۍ د ستونزې لوی لاملونه دي، خو د هغه په وينا په هېواد کې دننه شخړې یې تر ټولو ستره وجه ده.

د غونډې ګډونوالو په تعلیمي ادارو، په ځانګړې توګه په دیني مدرسو کې، د زغم په اړه د ورته غونډو د جوړولو غوښتنه وکړه.

د غونډې ګډونوالې کشماله شاه مشال راډیو ته وویل چې له تعلیمي نصاب څخه دې هغه مواد ليرې کړل شي چې کرکه او تندروي خپروي. هغې وویل د دې پر ځای باید داسې مواد په نصاب کې شامل کړل شي چې زغم او همغږۍ ته وده ورکړي.

په پاکستان کې له اوږدې مودې راهیسې د تشدد پېښې زیاتې شوې دي. خو په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې ده. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په نومبر کې په ټول هېواد کې د "ترهګرۍ په پېښو" کې د ۶۸ امنیتي سرتېرو په ګډون له ۲۴۰ زیات کسان وژل شوي دي.

داراز، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي ، د ۲۰۲۴ز کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې ۳۴۱ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.

په غونډه کې د پوهنتون نارینه او ښځینه زده کوونکو، استادانو او چارواکو برخه لرله
په غونډه کې د پوهنتون نارینه او ښځینه زده کوونکو، استادانو او چارواکو برخه لرله

د پوهنتون په غونډه کې د کورمې یو تن مشاهد حسین وویل چې په پاکستان کې د نه زغم کچه دې حد ته رسېدلې ده چې هغه د څو میاشتو راهيسې په پېښور کې بند پاتې دی او په کورمه کې خپل کور ته نشي تللی.

په کورمه کې له تېرو دوو میاشتو راهیسې ناامنۍ زور نیولی چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او ژوبل شوي. دا راز د هغې ضلعې لویې لارې هم د تګ راتګ لپاره بندې دي.

غونډې ته د خيبر پښتونخوا حکومت چارواکو وویل چې د ځوانانو په تعلیم، هنرونو، مثبتو فعالیتونو او روزګار کې د بوختولو لپاره يې یو شمېر پروژې پیل کړې دي. د ځوانانو او لوبو صوبایي وزیر، سید فخر جهان خان وویل چې کله ځوانان په مثبتو فعالیتونو بوخت شي، نو دا کشالې به هم هوارې شي.

XS
SM
MD
LG