د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر سیاسي اتحاد: ریاست په قبايلي سيمو کې يوازې خپلې ګټې ګوري او پرمختيايي‌کار نه کوي


پاکستان پوځيان په شمالي‌وزیرستان کې پر کچه سړک، د کنډوالو په منځ کې ګزمه کوي - انځور له ارشیفه
پاکستان پوځيان په شمالي‌وزیرستان کې پر کچه سړک، د کنډوالو په منځ کې ګزمه کوي - انځور له ارشیفه

د خیبر ضلعې سیاسي اتحاد شکايت کړی چې د پاکستان ریاست قبايلي سيمې له پامه غورځولې او په خیبر پښتونخوا کې یې تر ضم کولو وروسته، د پرمختيايي‌کارونو ژمنې نه دي پوره کړې.

د دوی په وینا، د انضمام پر وخت د ترقۍ وعدې کړې وي او خلکو هیله لرله چې پرمختګ به وشي، خو داسې ونه شول. د دوی په وينا نه یوازې پرمختيايي‌کارونه نه دي‌شوي بلکې ستونزې لا زیاتې شوې نو ځکه دوی ته ښکاري چې ریاست قبايلي سیمې د خپلو ګټو لپاره کاروي.

د دغه اتحاد یو مشر زرغون شاه اپرېدي د دیسمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې د انضمام پر مهال خلکو تمه لرله چې د دوی ژوند به ښه شي، خو د ده په وینا، داسې ونه شول."موږ د انضمام پر مهال هیلې لرلې چې تعلیم او پرمختګ به وشي، خو ریاست یوازې خپلې ګټې ته پام کوي. دوی دلته تاڼې او قلعې جوړوي، ټیکسونه لګوي، خو د عام ولس لپاره هېڅ هم نه کوي. نه پر جرګه د خلکو باور پاتې دی او نه عدالتونه خلکو ته انصاف رسوي."

په خیبر پښتونخوا صوبه کې تر انضمام مخکې قبایلي ضلعو د "فاټا" په نوم ځانګړی حیثیت درلود، چې د فرنټیر کرایمز ریګولېشن (اېف سي ار) لاندې وې. خلک له رسمي عدالتي نظامه بې برخې وو او خپلې زیاتره مسلې یې په جرګو حلولې.

دا راز د تعلیم، روغتیا او پرمختیايي پروژو کمښت هلته ژوند ستونزمن کړی وو او د وسلوالو ډلو شتون د سیمې امنیتي وضعیت لا خراب کړی وو. د زیربناوو نشتوالي د سیمې اقتصاد هم اغېزمن کړی وو، او خلک زیاتره په کرنه او کوچنۍ سوداګرۍ تکیه کول. د انضمام نه مخکې خلکو هیله لرله چې په پاکستان کې د نورو سیمو په څېر برابر حقونه او پرمختګ ورته برابر شي.
خو د سیمې اوسېدونکي وايي چې د پرمختیايي پروژو د کمښت، د تعلیم د ښه کولو لپاره د اقدام نه کولو، او د قانون د عملي کېدو په برخه کې پاتې راتګ د دوی د ژوند حالت لا خراب کړی دی.

د خیبر په ګډون ټولې قبایلي سیمې په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان د اساسي قانون له ۲۵م بدلون سره په خیبر پښتونخوا کې شاملې شوې. د دې بدلون هدف د قبایلي سیمو د پرمختګ او خلکو ته د برابر حقونو ورکول وو.

په خیبر کې د سیاسي اتحادونو مشران غوښتنه کوي چې باید د تعلیم، روغتیا، او پرمختیايي پروژو لپاره ځانګړې بودیجه ورکړل شي. دوی پر حکومت غږ کړی چې د ولس ستونزې واوري او د انصاف د رسولو نظام ته پیاوړتیا ورکړي.

د سیمې خلک وايي، که دولت د خپلو ژمنو پوره کولو کې پاتې راشي، نو د انضمام ګټې به یوازې پر کاغذ پاتې شي، او دا به د ولس په ناامیدۍ کې نور هم زیاتوالی راولي. خو له یادې سیمې د قومي اسمبلۍ غړي او تحریک انصاف مخکښ اقبال اپرېدي د دې څرګندونو په ځواب کې مشال راډیو ته وویل چې د خیبر ولس سره شوي ژمنې به ترسره کېږي. هغه وویل "موږ د دې سیمو د پرمختګ لپاره ګامونه پورته کړي دي. ان شاءالله، خلک به ډېر ژر د پرمختګ او سکون پایلې وویني."

XS
SM
MD
LG