د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاړه چینار پرلتوالو د حکومت لخوا د وسلو ټولولو پرېکړه رد کړې


په پاړه چینار کې د امنیت لپاره وخت په وخت لاریونونه شوي دي ـ پخوانی انځور.
په پاړه چینار کې د امنیت لپاره وخت په وخت لاریونونه شوي دي ـ پخوانی انځور.

د کورمې په پاړه چينار کې ناستو پرلتوالو شيعه ګانو د حکومتي اپيکس کمېټې لخوا د وسلو ټولولو پرېکړه يوه طرفه بللې او رد کړې یې ده.

د لارو د پرانیستلو لپاره د پيل شوي، هغه احتجاج مشر او د تحصیل چيرمين، سيد اغا مزمل حسین د ډېسېمبر پر ۲۱مه پرلتوالو ته وويل چې وسلې به هله وسپاري چې کله دوی ډاډه شي چې ریاست خلکو ته امن برابرولی شي. هغه زیاته کړه چې له یوې خوا حکومت له شيعه او سني مشرانو سره جرګې او له بلې خوا یو اړخیزې فیصلې کوي.

هغه وویل "اپېکس کمېټې ته وايم چې ستا دا فیصله بيخي نه منو. دلته ويلي کېږي چې طالبان به ځای پر ځای شي نو ای ریاسته، که ته ما خالي لاس ورته ودروي نو دا زه نه منم. موږ د وسلو ساتلو شوق نه لرو. څه ليوني خو نه یو. وسلې ځکه لرو چې ریاست او امنيتي ځواکونه خلک نه شي ساتلی. ته چې خپل حفاظت نه شې کولی نو زما به څه وکړې؟ تاسو موږ ته د پاييداره امن ډاډ راکړئ. چې يوه دوه کاله تېر شي او موږ ستاسو له کاره مطميينه شو نو بیا به وسلې درکړو."

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا اپېکس کمیټۍ په کورمه کې د امن لپاره د سني او شيعه ډلو لخوا د جوړو کړل شويو مورچو د ختمولو پرېکړه کړې ده.

د ډېسېمبر پر ۲۰مه په پېښور کې د لوړپوړو حکومتي او امنیتي چارواکو کمېټۍ (اپېکس کمېټۍ) غونډه وشوه چې مشري یې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه‌ پور کوله.

په غونډه کې وویل شول چې په کورمه کې تر هغه دوامدار امن نه شي راتلی، چې هلته مورچې او وسله ختمه نه کړل شي. په غونډه کې د حکومت له خوا د کورمې لپاره د جوړې کړې حکومتي لویې جرګې د اقداماتو جاج واخیستل شو.

په همدې حال کې د وزیراعلی علي امين ګنډه پور وياند، محمد علي سيف د ډېسېمبر پر ۲۱مه، پر اېکس ليکلي چې له ۱۴ ورځو راهیسې په کواټ کې د حکومت په منځګړتوب د شيعه او سني مشرانو جرګه روانه ده خو د حکومتي فیصلو عملي کولو لپاره يو فریق دوه ورځ وخت غوښتی دی. نوموړي نه دي ويلي چې هغه فريق کوم یو دی.

دا تر هغه وروسته ده چې د نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې د هغې پېښې په ګډون ټول ۱۲۴ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ نور ژوبل شول.

د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا د حکومت په مينځګړتوب په سیمه کې اوربند وشو، خو د ځايي خلکو په وینا، مهمې عمومي لارې لا هم نه دې خلاصې شوې.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

په سیمه کې د سني او شیعه ډلو ترمینځ د نښتو لپاره دواړو خواو په غرونو، د سړکونو پر غاړو او مهمو ځایونو کې مورچې جوړې کړې دي او د جګړې پر وخت له دغو مورچو پر یو بل بریدونه کوي.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.

XS
SM
MD
LG