په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې ویاند وايي د پاکستان له حکومت سره یې د افغانانو پر برخلیک خبرو ته دوام ورکړی دی.
هغه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د مارچ پر شپږمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې ګڼې کورنۍ د ننګرهار ولایت لالپورې ولسوالۍ او نورو ځایونو ته کډه شوې دي.
د کندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نيول شوي ول او ۴۵ ورځې بنديان ول، چې د بشري مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته لېږدول شوي دي.
دوی زیاتوي چې نه په هغه غرنۍ سیمه کې کار او مزدوري شته او نه کومه بله داسې وسیله لري چې د خپلو کورنیو د خوراک او پوښاک اړتیاوې ورباندې پوره کړي.
د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر د فبرورۍ پر ۲۰مه د طالبانو د مشرانو تر منځ اختلاف رد کړل او رسنۍ یې د داسې راپورونو د خپرولو له کبله "مغرضې" وبللې.
په اعلامیه کې، چې ګڼو افغان رسنیو خپره کړې، راغلي چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو پر وړاندې "د افغانستان د خلکو مبارزه او هوډ" په رسمیت وپېژني.
په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې د ډېسېمبر پر ۲۴مه ماښام مهال په دغه بمبار کې "عام ولسي خلک چې اکثره يې وزيرستاني مهاجرين دي" په نحښه شوي دي.
د طالبانو سترې محکمې ويلي چې دغو کسانو ته يې د ډېسېمبر پر ۱۵مه په علي اباد ولسوالۍ کې د لواطت په تور سزا ورکړې ده.
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته