د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډبليو اېچ او: د امریکايي مرستو بندیدل د روغتیا په برخه کې یونیم مېلیون افغانان اغیزمن کړي


يوې افغان مېرمنې د کابل په اندرا ګاندي روغتون کې خپل خوارځواکی ماشوم نيولی دی ـ انځور له ارشيفه
يوې افغان مېرمنې د کابل په اندرا ګاندي روغتون کې خپل خوارځواکی ماشوم نيولی دی ـ انځور له ارشيفه

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیو اېچ او) او هېلت کلسټر وايي چې د امریکايي مرستو په بندېدو سره په افغانستان کې د ۱۶۷ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه ځنډېدلي او یا هم دا مرکزونه تړل شوي دي.

دغو ادارو د مارچ پر شپږمه په خپور شوي راپور کې زياته کړې، "د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د دې روغتیايي مرکزونو په تړل کېدو سره یونیم مېلیون کسان اغېزمن شوي دي".

په راپور کې تر ټولو زیانمنې سیمې د افغانستان خیتځ یاد شوی، چې له ۵۰ سلنه زيات روغتیايي مرکزونه په کې تړل شوي دي.

د دغو ادارو په خبره، تړل شویو روغتیايي مرکزونو د بیړینو بشري پروژو مرستې ترلاسه کولې.

دا تر هغه وروسته ده چې د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د خپلې لومړۍ دورې د ولسمشرۍ غوندې، دا ځل بیا د ملګرو ملتونو د روغتيا له نړیوالې ادارې (ډبليو اېچ او) څخه امريکا وایستله. نوموړي د جنورۍ پر ۲۰مه وويل چې هغې ادارې ته پیسې ورکول بندوي. هغه زياته کړې وه چې امريکا ډبليو اېچ او ته ته تر ټولو زياتې پیسې ورکوي چې مناسبه خبره نه ده.

ډبلیو اېچ او او هیلت کلسټر په داسې حال کې د دې روغتیايي مرکزونو د تړل کېدو خبره کړې ده چې وار د مخه لا د افغانستان په لیرو پرتو سیمو کې ولس روغتیايي امکاناتو ته د نه لاسرسي څخه شکایت درلود.

XS
SM
MD
LG