دوی زیاتوي چې نه په هغه غرنۍ سیمه کې کار او مزدوري شته او نه کومه بله داسې وسیله لري چې د خپلو کورنیو د خوراک او پوښاک اړتیاوې ورباندې پوره کړي.
د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا مرستیال ملا عبدالغني برادر د فبرورۍ پر ۲۰مه د طالبانو د مشرانو تر منځ اختلاف رد کړل او رسنۍ یې د داسې راپورونو د خپرولو له کبله "مغرضې" وبللې.
په اعلامیه کې، چې ګڼو افغان رسنیو خپره کړې، راغلي چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو پر وړاندې "د افغانستان د خلکو مبارزه او هوډ" په رسمیت وپېژني.
په افغانستان کې د طالبانو د دفاع وزارت پر اېکس پاڼه په خپاره کړي بيان کې ويلي دي چې د ډېسېمبر پر ۲۴مه ماښام مهال په دغه بمبار کې "عام ولسي خلک چې اکثره يې وزيرستاني مهاجرين دي" په نحښه شوي دي.
د طالبانو سترې محکمې ويلي چې دغو کسانو ته يې د ډېسېمبر پر ۱۵مه په علي اباد ولسوالۍ کې د لواطت په تور سزا ورکړې ده.
بیان په تورخم کې د طالبانو د سرحدي پولیسو له قوله وايي چې هغه کسان په اسلام اباد کې نیول شوي ول چې له دوو څخه تر پینځو ورځو پورې د پېښور په حاجي کیمپ بندیان ول.
بلخي ويلي: "عملاً د افغانستان له خاورې هېڅ هېواد ته هېڅ ډول خطر نه دی رامینځته شوی. که په افغانستان کې هم کومه امنیتي پېښه رامینځته کېږي، عاملین یې د ډېورنډ کرښې له پورې غاړې رااوښتي وي."
نور وښیئ
هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته