د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملګري ملتونه وايي طالبانو د افغان ښځو ژوند لا نور محدود کړی


د طالبانو حکومتي سرتېري په کابل کې د مظاهرچیانو د منتشرولو هڅه کوي - انځور له ارشیفه.
د طالبانو حکومتي سرتېري په کابل کې د مظاهرچیانو د منتشرولو هڅه کوي - انځور له ارشیفه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي د افغانستان د وضعیت او پر نړیوالې سولې او امنیت د اغېز په اړه راپور خپور کړی دی.

انتونیو ګوتېرېش په هرو درو میاشتو کې یو وار امنیت شورا ته د افغانستان د وضعیت او په هغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت (یوناما) د چارو په اړه راپور وړاندې کوي.

اوسنی راپور چې ملګرو ملتونو د مارچ پر شپږمه پر خپله پاڼه خپور کړی، اصلاً د فبرورۍ پر ۲۱مه بشپړ شوی وو. په راپور کې له سیاسي تحولاتو نیولې تر امنیت، بشري حقونو، مرستو او د یوناما پر ملاتړ بحث شوی دی.

په راپور کې ویل شوي چې اوسنیو افغان چارواکو طبي زده کړو ته د ښځو د لاسرسي په اړه نوي محدودیتونه لګولي او د ۲۰۲۴ز کال په اوړي کې یې د "امربالمعروف او نهی عن المنکر" قانون په پلي کولو د ښځو ژوند لا محدود کړی دی.

د هغه قانون له مخې، ښځې باید په عامه ځایونو کې له نارینه سرپرست سره يو ځای وي او مخونه یې پټ وي. همداراز ښځې له سندرو ویلو څخه منع کړل شوې دي او ان دا چې په عامه ځایونو کې د خپل غږ پورته کولو اجازه هم نه لري.

د طالبانو حکومت لا د ملګرو ملتونو د نوي راپور په غبرګون کې څه نه دي ویلي خو تر دې مخکې یې دا ډول څرګندونې رد کړې دي.

د ملګرو ملتونو لوړپوړو چارواکو او افغان ښځینه فعالانو له ښځو سره د طالبانو دا ناوړه چلند "جنسيتي توپیر" بللی دی.

طالبانو په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان له واکمنېدو راهیسې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو منع کړې او ورپسې یې د ښځو لپاره د پوهنتونونو او لوړو زدکړو دروازې هم وتړلې.

طالبانو همداراز ښځې په ناحکومتي موسسو کې له کاره منع کړې او په حکومتي ادارو کې یې هم پر کارونو ګڼ بندیزونه ولګول.

نړیوالې ټولنې د طالبانو دا اقدامات غندلي خو هغوی خپلې تګلارې نه دي نرمې کړې او وايي چې دا ټول موضوعات د افغانستان کورنۍ چارې دي چې پکې هېچا ته د مداخلې اجازه نه ورکوي.

د طالبانو حکومت وايي چې د نجونو د زدکړو لپاره پر یوه تګلاره او د مناسب چاپېریال پر جوړولو کار کوي، خو تر اوسه یې دا نه دي ویلي چې په تېرو څه باندې درو کلونو کې یې په دې برخه کې څومره پرمختګ کړی دی.

XS
SM
MD
LG