د لاسرسي ځای

تازه خبر

افغان مېرمنې وايي، پاکستان دې يې د اېستلو پرېکړه بېرته واخلي


افغان مېرمنو له پاکستانه د اېستل کېدو پرضد وخت پر وخت احتجاج هم کړی دی. (انځور: ارشیف)
افغان مېرمنو له پاکستانه د اېستل کېدو پرضد وخت پر وخت احتجاج هم کړی دی. (انځور: ارشیف)

په پاکستان کې مېشتو افغان ښځو د هغه هېواد له حکومته غوښتي دي چې افغانستان ته دې یې نه ستنوي.

یو شمېر ښځو د مارچ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې افغانستان ته په ستنېدو یې ژوند له خطر سره مخامخېدای شي.

دوی وویل چې له شاوخوا درو کلونو راهیسې په پاکستان کې مېشتې دي او بهرنیو هېوادونو ته د تګ په انتظار دي خو د پناه غوښتنلیکونه یې له ځنډ سره مخامخ دي.

د مرسل نوابي په نامه یوې افغانې مشال راډیو ته وویل، دوی نه پوهېږي چې له دې وروسته به ورسره څه کېږي.

هغې وویل، "پاکستان ته داسې مېرمنې راغلې دي چې په افغانستان کې یې ريښتیا هم ژوند ته خطر وو او دلته هم له ستونزو سره مخامخ دي."

نوموړې وویل، دوی د ملګرو ملتونو له کډوالو ادارې (يو اېن اېچ سي ار) سره خپل نومونه ثبت کړي دي خو هغوی یې هم په سمه توګه پوښتنه نه ده کړې.

یوې بلې افغانې نجلۍ د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته وویل، دوی ځکه پاکستان ته تللې دي چې په افغانستان کې یې طالبانو د تعلیم په ګډون بنیادي بشري حقونه تروړلي دي.

هغې زياته کړه، "موږ د پاکستان پر حکومت غږ کوو چې په دې سخت وخت کې دې زموږ په اړه کړې خبره بیرته واخلي."

په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) ویاند قیصر خان اپرېدي د مارچ پر شپږمه مشال راډیو ته وویل چې د پاکستان له حکومت سره یې د افغانانو پر برخلیک خبرو ته دوام ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د جنورۍ په پای کې په یو فرمان کې په راولپېنډۍ او اسلام اباد کې مېشتو افغانانو ته د مارچ تر پایه د هغو ښارونو د پرېښودو امر وکړ.

حکومت داراز پلان لري چې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډونو لرونکي هم افغانستان ته ولېږدوي. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) افغانانو ته ورکړي ول.

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) او د مهاجرت نړیوال سازمان په تېرو اونیو کې څو ځلې له راولپېنډۍ او اسلام اباده د افغانانو پر ایستلو او هېواد ته یې پر احتمالي ستنولو اندېښنه ښوولې ده.

هغو ادارو د پاکستان پر پرېکړه انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د افغانانو هېواد ته ستنول یې ژوند له خطر سره مخامخولای شي.

پر دې سربېره د بخښنې نړیوال سازمان په جنورۍ کې د پاکستان له حکومته غوښتي ول چې ټول بندي افغانان دې خوشې کړي او د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د افغانانو پر ډله ییزه ګرفتارۍ اندېښنه ښوولې وه.

د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.

پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. البته د پاکستانیو چارواکو په وينا، شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دي.

په هغو کې ګڼ هغه افغانان هم دي چې امریکا، او اروپایي او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په انتظار په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې مېشت دي.

د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی.

د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ادعا کوي چې اوس هم تر درې میلیونه پورې افغانان په پاکستان کې پراته دي.

  • انځور سایز

    خالده نیاز

    خالده نیاز د خیبر پښتونخوا په نوښار کې د مشال راډیو خبریاله ده چې د سیمې پر سیاسي، ټولنیزو او اقتصادي چارو او داراز، د ښځو او بشري حقونو په اړه رپورټونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG