په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی دی چې د پاکستان له زندانونو ۴۷ افغان کډوال خوشې کړل شوي دي.
یاد وزارت د مارچ پر درېيمه پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې دغه ۴۷ افغانان د مارچ پر دویمه خپل هېواد ته ستانه شول.
د کندهار ولايت د سپين بولدک د سرحدي امریت د معلوماتو له مخې، دغه کسان د پاکستان په بېلابېلو سيمو کې د قانوني اسنادو د نه لرلو په تور نيول شوي ول او ۴۵ ورځې بنديان ول، چې د بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي ځایونو ته لېږدول شوي دي.
د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۵ز کال له پیل راهیسې په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې په سلګونه افغانان نیولي او له هغو څخه یې لسګونه افغانستان ته ستانه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د جنورۍ په پای کې په یو فرمان کې په راولپېنډۍ او اسلام اباد کې مېشتو افغانانو ته د مارچ تر پایه د هغو ښارونو د پرېښودو امر وکړ.
حکومت داراز پلان لري چې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډونو لرونکي هم افغانستان ته ولېږدوي. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) افغانانو ته ورکړي ول.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) او د مهاجرت نړیوال سازمان په تېرو اونیو کې څو ځلې له راولپېنډۍ او اسلام اباده د افغانانو پر ایستلو او هېواد ته یې پر احتمالي ستنولو اندېښنه ښوولې ده.
هغو ادارو د پاکستان پر پرېکړه انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د افغانانو هېواد ته ستنول یې ژوند له خطر سره مخامخولای شي.
پر دې سربېره د بخښنې نړیوال سازمان په جنورۍ کې د پاکستان له حکومته غوښتي ول چې ټول بندي افغانان دې خوشې کړي او د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د افغانانو پر ډله ییزه ګرفتارۍ اندېښنه ښوولې وه.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې له ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.
پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. البته د پاکستانیو چارواکو په وينا، شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دي.
په هغو کې ګڼ هغه افغانان هم دي چې امریکا، او اروپایي او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په انتظار په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې مېشت دي.
د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ادعا کوي چې اوس هم تر درې میلیونه پورې افغانان په پاکستان کې پراته دي.