د طالبانو د حکومت د عدلیې وزارت د سرپرست عبدالحکیم شرعي د استعفا په اړه راپورونه ناسم بللي دي.
د وزارت ویاند برکت الله رسولي د فبرورۍ پر ۱۹مه ناوخته په یوه خبرپاڼه کې ویلي، "د عدلیې وزیر د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ د درملنې په موخه د دویم ځل لپاره متحده عربي اماراتو ته تللی دی."
د رسولي په ټکو، شرعي به "ډېر ژر" افغانستان ته ستون شي.
د طالبانو حکومت دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې دي چې د فبرورۍ پر ۱۹مه په کابل کې یوې سرچینې مشال راډیو ته تایید کړې وه چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده د پرېکړو، په تېره د نجونو د زده کړو مخنیوي پر سر، د کابینې یوشمېر وزیران خوابدي شوي دي او استعفا یې ورکړې ده.
هغې سرچینې دا هم تایید کړې وه چې د شرعي په ګډون د نورو وزیرانو استعفاګانې نه دي منل شوي.
د طالبانو د عدلیې وزارت په بیان کې د شرعي استعفا رسنیزې "ګونګوسې او شایعات" بللي دي.
په تېرو میاشتو کې له یو لړ پرمختګونو ښکاري چې د طالب مشرانو ترمینځ مخالفتونه تر بل هر وخت زیات شوي دي او د طالبانو د حکومت ځینې لوړپوړي چارواکي، چې پکې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سراج الدین حقاني او د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال شېر محمد عباس ستانکزی شامل دي، له خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده سره د مخالفتونو په سبب له افغانستانه وتلي دي.
خو د طالبانو حکومتي ویاند ذبیح الله مجاهد په وروستیو کې پر اېکس (پخواني ټوېټر) په یو بحث کې ویلي ول چې د طالبانو ترمینځ نظریاتي اختلاف عادي خبره ده خو دا د شدید اختلاف او په هغه ډله کې د درز ښکارندويي نه کوي.