د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: وزیرستاني کډوال له مرستو بندېدو شکایت کوي


وزیرستاني کډوال د سپېرې په کمپ کې په ډبه ناست دي ـ انځور له ارشیفه.
وزیرستاني کډوال د سپېرې په کمپ کې په ډبه ناست دي ـ انځور له ارشیفه.

د افغانستان د خوست په سپیرې ولسوالۍ کې مېشت وزیرستاني کډوال شکایت کوي چې له دوی سره د خوراکي توکو میاشتنۍ مرستې بندې شوې او دا ۱۰ میاشتې یې هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې.

دوی زیاتوي چې نه په هغه غرنۍ سیمه کې کار او مزدوري شته او نه کومه بله داسې وسیله لري چې د خپلو کورنیو د خوراک او پوښاک اړتیاوې پوره کړي.

د کډوالو یو مشر ملک مالي خان مشال راډیو ته وویل چې له مرستو پرته دوی د ژوند تېرولو بله وسیله یا کوم بل کاروبار نه لري، چې ګټه ورڅخه په لاس ورشي.

هغه وویل"موږ غواړو چې د تېرو کلونو په شان موږ سره مرستې جاري وساتل شي، خلک مو غریب دي، نه معاش لري، نه کوم بل کاروبار لري، رمضان را روان دی، دوی هېڅ امکانات نه لري."

وزیرستاني کډوال د ۲۰۱۴ کال د جون په ۱۵مه د پاکستاني پوځ د "ضرب عضب" عملیاتو له امله لسګونه زره خلک له شمالي وزیرستانه د پښتونخوا او پاکستان نورو برخو ته کډه شول. په دوی کې ګڼ هغه یې افغانستان ته واوښتل چې ډېری یې د خوست په سپیرې، ګلان کېمپ، تڼي، او د پکتیکا برمل او لمن سیمو کې مېشت شول.

په سپیرې کې مېشت یو بل وزیرستانی کډوال اسلام دین وايي، د دوی سیمه سړه ده او وروستیو بارانونو د دوی د ژوند ستونزې لا نورې ډېرې کړې دي.
هغه وویل "بارانونه دي، د ځینو خلکو کورونه ړنګ شوي، ماشومان مو ناروغان دي، ټول ټوخیږي، موږ له یونسار او ډبلیو اېف پي غواړو چې موږ ته خپلې مرستې بیا بحال کړي."

افغانستان ته اوښتی یوشمېر وزیرستاني کډوال بېرته خپلو سیمو ته ستانه شوي، خو ډېرې لا هم خپلو سیمو ته د تلو په انتظار دي.

په افغان دوبۍ کې مېشت کډوال اسلم وایي په تېره یوه لسیزه کې د دوی د استوګنې ټول شیان زاړه او له کاره لوېدلي، او دوی د خپلو امکاناتو په مټ د هغوی د سمولو توان نه لري.

په سپېرې ولسوالۍ کې د وزیرستاني کډوالو پنډغالی
په سپېرې ولسوالۍ کې د وزیرستاني کډوالو پنډغالی

د سپیرې ولسوالۍ د کاڼي کلي اوسېدونکی موسادین بیا وايي چې د دوی د اوسېدونکو ډېره برخه دومره غریبه او بې‌وزله ده، چې ټوله تکیه یې د نورو په مرستو ده.

بل لوري ته، د خوست د کډوالو چارو ریاست چارواکي د وزیرستانیو کډوالو ستونزې مني او وايي، دا مسلې یې له نړیوالو ډونرانو سره شریکې کړې دي، هغوی ضمني ژمنې کړې، خو دوی یې د عملي کېدو په تمه دي.

د کډوالو رئیس شیخ محمدامان الهام وویل، هغه کډوال نه هیروي "دوی (کډوال) خاص کاروبار نه لري، ۱۰ میاشتې یې مرستې نه دي ترلاسه کړې، نو موږ به دا غوښتنې تکراراً بیا ورسره شریکوو، هڅه کوو چې د دوی د مرستو د بحالۍ لپاره پرمختګ وکړو."

XS
SM
MD
LG