په تورخم کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) یو چارواکی وايي چې هلته په تېرو پینځو ورځو کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ د ترینګلتیا او نښتو له وجې تر ۱،۰۰۰ زیات وګړي بې ځایه شوي دي.
هغه چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د مارچ پر شپږمه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې ګڼې کورنۍ د ننګرهار ولایت لالپورې ولسوالۍ او نورو ځایونو ته کډه شوې دي.
یوشمېر بې کوره شویو مشال راډیو ته وویل چې په خیمو کې اوسي او د ژوند له اساسي اسانتیاوو بې برخې دي.
د یو اېن اېچ سي ار چارواکی وايي، تر اوسه یې بې کوره شویو ته ۳۰۰ خیمې ورکړې دي. د طالبانو حکومت هم وايي چې له بې کوره شویو سره مرسته کوي.
پاکستانیو امنیتي چارواکو د فبرورۍ پر ۲۱مه تر هغې وروسته د تورخم دروازه وتړله چې په وينا یې، طالبانو په ممنوعه سیمو کې پوستې جوړولې. خو طالبان ټینګار کوي چې په خپله خاوره کې یې تاسیسات جوړول.
تر هغې وروسته د دواړو خواوو چارواکو دوه ځلې د لارې پرانیستو په اړه خبرې وکړې خو نتیجې ته و نه رسېدل.
په تورخم کې په تېرو ورځو کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي ځواکونو ترمینځ څو ځلې نښتې شوې دي چې یوشمېر کسانو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
اخوا د طالبانو د کډوالو چارو سرپرست وزیر مولوي عبدالکبیر د مارچ پر شپږمه په کابل کې د پاکستان د سفارت له ناظم الامور عبیدالرحمان نظاماني سره ولیدل او ورڅخه یې د خبرو له لارې د ستونزو د هواري غوښتنه وکړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند هم د مارچ پر شپږمه د طالبانو له حکومته غوښتي ول چې په مذاکراتو دې مسله حل کړي.
بلخوا په تورخم ټرمینل کې افغانستان ته مال لېږدوونکي لسګونه ګاډي ولاړ دي او ډرېوران یې وايي چې له یو لړ مشکلاتو سره مخامخ دي.
هغو ډرېورانو له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان او د طالبانو له حکومتونو غوښتنه وکړه چې ژر دې لاره پرانیزي چې سوداګري بحاله شي او مساپر خپلو کورونو ته ستانه شي.
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او پاکستان حکومتي ځواکونو د کړکېچ له امله تورخم بندېږي. په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هغه دروازه څو ځلې تړل شوې ده.
د پاکستان او افغانستان له ۱۸ نښلوونکو لارو څخه تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي ورباندې تېرېږي. هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.