پاکستان د امریکا په ګډون له لویدیځو هېوادونو غوښتي چې هغه افغانان، چې دوی له مخکې منلي یا یې د منل کېدو پر کیسونو غور روان دی او په دې هېواد کې انتظار باسي، ژر تر ژره خپلو هېوادونو ته ولېږدوي، کنه د مارچ له میاشتې وروسته به یې له خپلې خاورې وباسي.
د پاکستان د حکومت د لارښود په اساس، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د پاکستان څانګې په خپل وټسپ چینل خپور کړی، د افغان تابعیت اې سي سي کارت لرونکي افغان کډوال باید له لاهور او راولپنډۍ ووځي او افغانستان ته ستانه شي.
په پاکستان کې یو شمیر افغانان کډوال وايي، د پولیسو له ځورونو بیخي په تنګ شوي دي. دوی وايي، ژوند یې تریخ دی او د ستونزې د حل لپاره هم هیڅ لاره ه وینې.
د پاکستان په پلازمېنه اسلام آباد کې دېره یوشمېر افغان کډوال د ملګروملتونو پر اړوندو ادارو د نیوکو ترڅنګ وايي چې په دې ښار کې د افغانانو د نیونو او د کورونو تلاشیو زور اخیستی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګنده کړې د هغو افغان کډوالو د لېږد بهیر بېرته پيل شي چې د امریکا متحده ایالاتو ته د تګ شرایط پوره کوي. د یاد وزارت ویاند، شفقت علي خان، د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې موضوع په اړه د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ خبرې روانې دي.
په ایران کې د بې اسنادو کډوالو د نیولو او شړلو په دوام د دغه هیواد یو شمیر امنیتي چارواکو په دې وروستیو کې اعلان کړی چې په کردستان او هرمزګان ولایتونو کې یې ۱۳۵۲ افغان کډوال نیولي دي. د نیول شويو او شړل شویو افغان کډوالو کورنۍ په دغه هیواد کې له ناوړه وضعیت څخه شکایت کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په افغانستان کې عصري وسلو د پاکستان امنیت او خلکو ته مستقیم ګواښ پیدا کړی دی.
د اسلام اباد پولیسو پرون هغه مهال یوشمېر خبریالان و ډبول چې هغوی د سایبري یا انټرنیټي جرمونو د مخنیوي د قانون په ضد اعتراض ته وتلي وو. د دغه لانجمن قانون په وړاندې پر اسلام اباد سربیره د پاکستان یوشمېر نورو ښارونو کې هم خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو اعتراضونه کړي دي.
د پاکستان د مشرانو جرګې هغه لایحه تصویب کړه چې د څارونکو په باور په دې هېواد کې د بیان آزادي محدودوي.
نور راوښيه