د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

پاکستان: افغانستان کې پاتې شوې عصرې وسلې د پاکستان امنیت ته ګواښ دی


د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شفقت علي خان
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شفقت علي خان

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په افغانستان کې عصري وسلو د پاکستان امنیت او خلکو ته مستقیم ګواښ پیدا کړی دی.

د شفقت علي خان په وینا، تحریک طالبان پاکستان ډله له دغو پرمختللیو وسلو کار اخلي او د پاکستان دننه بریدونه کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند زیاته کړه، چې په افغانستان کې د دغو پرمختللیو وسلو موجودیت د پاکستان او د پاکستان د خلکو لپاره د ژورې اندېښنې خبره ده. شفقت علي خان بیا وویل، چې دوی د کابل له ادارې بیا بیا غوښتنه کړې، چې ضروري ګامونه واخلي او دا ډاډ ترلاسه کړي، چې دا وسلې د ناسمو خلکو لاسونو ته ونه لویږي.

سي این این تلویزیون د ۲۰۲۲ کال د اپرېل په میاشت کې د امریکا د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت د چارواکو له قوله خبر ورکړی و، چې په افغانستان کې د شاوخوا اووه میلیارده ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات، چې د افغانستان د جمهوري نظام امنیتي او دفاعي ځواکونو ته ورکړل شوي وو، پاتې دي.

په دغو تجهیزاتو کې وسلې، مهمات، وسایط، الوتکې او هلیکوپټرونه شامل دي.

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جنورۍ په ۱۹مه وویل، چې طالبان دې په افغانستان کې د میلیارډونو ډالرو پاتې شوي تجهیزات او وسلې بېرته وروسپاري.

د طالبانو یوې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته د ښاغلي ټرمپ د خبرې په ځواب کې وویل، چې دوی به یوه مرمۍ هم بېرته امریکا ته ورنه کړي او له دوی سره دې د داعش د ځپلو لپاره د نورو وسلو مرسته وشي.

د پوځي چارو پوه احمد خان اندړ ازادي راډیو ته وویل، که واشنګټن په زوره د دې وسلو د اخیستو هڅه وکړي، سیمه به ورسره ناامنه شي:

"اوس چې امریکا غواړي له طالبانو وسلې واخلي، زما په اند دا ناممکنه خبره ده. امریکا غواړي پر طالبانو فشار راولي، خو طالبانو نور دوستان، لکه روسیه، چین او ایران، پیدا کړي. نو که چېرې امریکا په جبري توګه خپلې وسلې وغواړي، یوې بلې جګړې ته به لاره هواره کړي."

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، اسلام‌آباد په افغانستان کې د امریکایي پرمختللیو وسلو موضوع له دیپلوماتیکو لارو هم راپورته کړې ده او ټینګار کوي، چې دا هڅې د سیمې د سولې او ثبات لپاره ضروري دي.

تحریک طالبان پاکستان ډلې د ۲۰۲۴ کال په ترڅ کې په پاکستان کې د ۱۷۵۸ بریدونو ادعا کړې ده.

د پاکستان پوځ بیا د ۲۰۲۴ کال د ټولو ترهګریزو بریدونو شمېر ۴۴۴ ګڼلی، چې د دغه هېواد د سلګونو امنیتي سرتېرو ژوند یې اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG