په هند کې د هغې مرموزې ناروغۍ په اړه تحقیقات پیل شوي دي چې ۱۷ کسان یې وژلي دي.
د ایران د سمندري ځواکونو قومندان علي رضا تنګسیري خبرداری ورکړی چې دا پوځي مانورنه د ده په خبره د هر ډول بهرني یرغل په وړاندې د مقابلې لپاره ترسره کېږي.
سعودي عربستان، په پام کې لري چې د امریکا له متحده ایالاتو سره خپله پانګونه او سوداګري ۶۰۰ ملیارد ډالرو ته زیاته کړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي، اسلامآباد پرېکړه کړې چې د ګوادر بندر له لارې د افغان توکو د لېږد لپاره بانکي تضمینونه د بیمې له تضمینونو سره بدل کړي.
د ایران د سترې محکمې مشهور قاضیان محمد مقیسه او علي رازيني د شنبې په سهار د مرغومي ۲۹مه په تهران کې په خپل دفتر کې په ډزو ووژل شول.
د ايران د سیستان او بلوچستان د مرکز زاهدان ښار د پولیسو قوماندان، ويلي په تېره يوه اونۍ کې دوی نږدې " ٥٠٠" بې اسناده افغان کډوال نیولي دي. شاه پور فلاحي د پنجشنبې په ورځ ايراني رسنيو له دې ډلې ایرنا خبري اژانس ته ويلي چې دا نيونې د "ټولنیز امنیت د سطحې لوړولو" طرحې د پلي کولو په ترڅ کې شوې دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر واخان دهلېز د پاکستان د قبضې لګولو آوازې او راپورونه بې بنسټه وبلل. د دغه وزارت ویاند شفقت علي خان پرون پنجشنبه په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، واخان د افغانستان د خاورې برخه ده او دوی د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته احترام لري او په رسمیت یې پیژني.
د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وايي، ډاډه دی چې په غزه کې به اوربند، له تمې سره سم د یکشنبې له ورځې ټینګ شي.
اروپايي ټولنه پر سوریې د بندیزونو د لغوه کولو په اړه باندې د بحث لپاره د همدې جنوري په پای کې غونډه نیسي. ریاض یکشنبه د اروپا او منځني ختیځ د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او استازیو د یوه کنفرانس کوربه وو چېرته چې ګډونوالو د سوریې په راتلونکي باندې بحثونه سره وکړل.
د قطر منځګړی وايي د منځني ختیځ لپاره یې د امریکا د متحده ایالتونو د منتخب ولسمشر ځانګړي استازي ته په غزه کې د اوربند پر مذاکرو معلومات ورکړي دي. د قطر تر څنګ مصر او د امریکا متحده ایالتونو هڅه کوي چې په غزه کې پر یوه اوربند موافقه وشي.
تېره شپه یو ځل بیا پاکستاني ځواکونو د کونړ سرکاڼو او دانګام ولسوالیو باندې د توپونو په لسګونو ډزې کړې دي. د طالبانو د حکومت یوې سرچینې ازادی راډیو ته دا بریدونه تایید کړل او ویې ویل دوی هم په غبرګون د پاکستاني پوځيانو ځینې اهداف ویشتلي دي.
نور راوښيه