د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ وویل، چې په افغانستان کې عصري وسلو د پاکستان امنیت او خلکو ته مستقیم ګواښ پیدا کړی دی.
د اسلام اباد پولیسو پرون هغه مهال یوشمېر خبریالان و ډبول چې هغوی د سایبري یا انټرنیټي جرمونو د مخنیوي د قانون په ضد اعتراض ته وتلي وو. د دغه لانجمن قانون په وړاندې پر اسلام اباد سربیره د پاکستان یوشمېر نورو ښارونو کې هم خبریالانو او د رسنیو کارکوونکو اعتراضونه کړي دي.
د پاکستان د مشرانو جرګې هغه لایحه تصویب کړه چې د څارونکو په باور په دې هېواد کې د بیان آزادي محدودوي.
د طالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزارت د پاکستان له دولت سره افغان نجونو ته د تحصیلي بورسونو په اړه د مشروط توافق اړوند راپورونه رد کړل. دغه وزارت د دوشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل چې په دې اړه له هېڅ هېواد سره کومه هوکړه نه ده شوې.
په هند کې د هغې مرموزې ناروغۍ په اړه تحقیقات پیل شوي دي چې ۱۷ کسان یې وژلي دي.
د ایران د سمندري ځواکونو قومندان علي رضا تنګسیري خبرداری ورکړی چې دا پوځي مانورنه د ده په خبره د هر ډول بهرني یرغل په وړاندې د مقابلې لپاره ترسره کېږي.
سعودي عربستان، په پام کې لري چې د امریکا له متحده ایالاتو سره خپله پانګونه او سوداګري ۶۰۰ ملیارد ډالرو ته زیاته کړي.
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی وايي، اسلامآباد پرېکړه کړې چې د ګوادر بندر له لارې د افغان توکو د لېږد لپاره بانکي تضمینونه د بیمې له تضمینونو سره بدل کړي.
نور راوښيه