له ایران سره د امریکا او اسراییلو د جګړې له امله په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو کاګرانو معاشونه له ځنډ سره مخ دي. هلته پر کارونو بوختو یو شمېر افغانانو ازادۍ راډیو ته وویل، چې له میاشتو راهیسې له بېبرخلیکه حالت سره مخ دي؛ په افغانستان کې یې کورنۍ پیسو ته په تمه دي، خو د دوی تنخواوې ځنډېدلې دي.
د افغانستان په ګاونډ کې یو شمېر داسې سیمې شته دي، چې اوسېدونکي یې په خټه افغانان دي او هڅه کوي چې خپل افغاني کلتور ژوندی وساتي. د کلتورساتنې په دغه ډول هڅو کې یوه هم پر خپلو ماشومانو د هغو نومونو اېښودل دي، چې د افغانستان له تاریخ او یا هم پېژندل شویو سیمو سره تړاو لري
د پاکستان د طبي او غاښونو طب شورا (پاکستان میډیکل اېنډ ډېنټل کونسل) د دغه هېواد په دولتي او خصوصي طبي پوهنتونونو کې د افغان محصلانو نوملیکنه لغو کړې او له پاکستانه یې د هغوی د سملاسي ویستلو پرېکړه کړې ده.
په بلوچستان کې د لویو لارو ناامنۍ د مسافرو، سوداګرو او ټرانسپورټرانو اندېښنې زیاتې کړې دي. د ټرانسپورټي اتحادیو د معلوماتو له مخې، په تېرو څو میاشتو کې د موټرو د سوځولو، تښتولو، غلا او باج اخیستنې شاوخوا ۴۰۰ پېښې ثبت شوې چې مالي زیان یې نږدې ۱۰ میلیارده پاکستانۍ روپۍ اټکل شوی دی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، امریکا له ایران سره محدود تماسونه لري او د نویو پوځي عملیاتو د امر پر ځای غواړي پر ایران اقتصادي فشارونه زیات کړي.
نور راوښيه