تازه رسمي سفر؛ د قطر د امیر او د سوریې د نوي واکمنو د اړیکو پراختیا
د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني سوریې ته تللی دی.
د سوریې نوي واکمن احمد الشرع او د کابینې وزیرانو یې د دمشق په هوايي ډګر کې د قطر د امیر هرکلی وکړ.
په سوریه کې د بشارالاسد د حکومت له پرځېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د قطر امیر دې هېواد ته سفر کوي.
د قطر د امیر دفتر د پنجشنبې په ورځ د (جنورۍ ۳۰مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغه هېواد امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني د سوریې پلازمېنې دمشق ته رسېدلی دی.
په سوریه کې د بشارالاسد د رژیم له نسکورېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې د یوه عربي هېواد مشر سوریې ته په رسمي سفر ورځي.
قطر د نورو عربي هېوادونو خلاف د اسد د رژیم پرمهال له سوریې سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې رغولې نه وې.
همدارنګه دغه هېواد په ۲۰۱۱ کال کې د هغه وسله وال پاڅون پلوي هم و، چې اسد د رژیم پرخلاف یې بغاوت کړی و.
د قطر له امیر سره په دې سفر کې د دې هېواد د بهرنیو چارو مرستیال محمد الخلیفي مل و . نوموړي له خپل سوریایي سیال سره په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، موږ په بشپړه توګه د سوریې له هغه عادلانه دریځه ملاتړ کوو چې غواړي د جګړې له پای وروسته یو دولت رامنځته کړي.
موږ په بشپړه توګه د سوریې له هغه عادلانه دریځه ملاتړ کوو چې غواړي د جګړې له پای وروسته یو دولت رامنځته کړيد قطر د بهرنیو چارو وزیر
الخلیفي سوریې ته د قطر د امیر د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډیپلوماټیکو اړیکو پراختیا په ګوته کړې ده.
هغه وړاندې ویلي" قطر به له خپلو سوریایي ورونو په ټولو برخو کې ملاتړ ته دوام ورکړي."
د الخلیفي په ټکو، د قطر د امیر او احمد الشرع د خبرو اترو اجنډا بیلابېل موضوعات وو.
بل پلو، د سوریې د بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني دمشق ته د سفر د سوریه لپاره یو مهم پرمختګ بللی دی.
هغه ویلي، سوریه د ورورګلوۍ او تاریخي اړیکو پیاوړتیا ته ژمنه ده.
د الشیباني په ټکو، قطر په تېرو ۱۴ کلونو کې د سوریې له خلکو سره یو ثابت متحد پاتې شوی دی.
هغه وړاندې ویلي، د سوریې بیارغونه د راتلونکې لپاره هیله مندي ده.
د همدې روانې جنورۍ په میاشت کې د قطر لومړي وزیر ژمنه کړې وه چې د سوریې د بنسټیزو اسانتیاو په بیارغونه کې به مرسته وکړي.
د پنجشنبې ورځې په ناسته کې د قطر د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د سوریې د اقتصادي، عامه خدمتونو، روغتیا، تعلیم او بانکي سکتور په برخو کې د بیا رغونې ژمنې او ملاتړ اعلان کړی دی.
د تېر کال د ډسمبر راهیسې له کله چې د هيئت تحریر الشام ډلې له خوا دمشق سقوط شوی، د سوریې له نویو واکمنو سره د اروپايي ټولنې سربېره د ترکیې او نورو عربي هېوادونو ډیپلوماټیکې اړیکې ښې شوي دي.
سوریه ته د قطر د امیر سفر د نړیوالو اړیکو د تحول یوه برخه ګڼل کېږي، ځکه د سوریې انتقالي حکومت هڅه کوي د دولت جوړونې نوی پړاو پیل کړي.
سوریې ته د قطر د امیر له سفر وړاندې د فرانسې، جرمني او ترکیې لوړپوړو چارواکو سفرونه کړي وو.
اوس په سوریه کې د ترکیې او قطر په ګډون د یو شمېر هېوادونو سفارتونه بېرته پرانستل شوي دي.