د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۷ سلواغه ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۲

پاکستان افغان کډوالو ته د وتلو امر کړی؛ ملګري ملتونه اندیښمن دي


د پاکستان د حکومت د لارښود په اساس، چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ د پاکستان څانګې په خپل وټسپ چینل خپور کړی، د افغان تابعیت اې سي سي کارت لرونکي افغان کډوال باید له لاهور او راولپنډۍ ووځي او افغانستان ته ستانه شي.

دا لارښود بیا د راجستر د ثبوت یا PoR کارت لرونکو افغانانو ته خبر ورکوي، چې هغوی هم باید له دې سیمو کډه وکړي، که څه هم هغوی ته د روان کال د جون تر ۳۰مې پاکستان کې د پاتې کېدو اجازه ورکړل شوې.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي، د پاکستان د حکومت دا پرېکړه د افغانانو ټولنې ته، چې له اوږدې مودې هلته استوګنه لري، د خواشینۍ خبر دی.

یو اېن اېچ سي ار (UNHCR) او اې او اېم (IOM) یا د کډوالو نړیوال سازمان ټینګار کړی، چې د افغان کډوالو ملاتړ ته به دوام ورکړي او د پاکستان د حکومت د یادو پلانونو په اړه یې لا زیات سپیناوی غوښتی.

د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې که د دوی د لارښود سرغړونکي افغان کډوال ونیول شي، نو افغانستان ته به ډیپورټ یا په زور واستول شي.

په اسلام اباد کې د افغان کډوالو د شورا مشر، میوند علمي افغان له ازادي راډیو سره په خبرو کې، د پاکستان د حکومت د وروستۍ پرېکړې د اغېزو په اړه وویل:

"لکه څنګه چې UNHCR ویلي، ۸۸۰ زره افغانان د افغان تابعیت کارتونه یا اې سي سي لري. څه باندې یو میلیون او درې لکه نور افغانان د راجستر د ثبوت یا پي او ار کارتونه لري. دقیقا معلومه نه ده چې په اسلام اباد او راولپنډۍ کې څومره افغانان دا ډول کارتونه لري، خو ټول به زیانمن شي. ملګرو ملتونو د کډوالو کمیشنرۍ د افغانانو لپاره هڅې کړي، خو په دې وروستیو کې یې ډېر رغنده ګام نه دی اخیستی. د پاکستان پولیسو بې اسناده افغانان – ښځې، زاړه او واړه – په ډېر شمېر نیولي او په ۲۴ ساعتونو کې یې افغانستان ته ډیپورټ کړي دي."

د پاکستان د حکومت د وروستي لارښود له مخې، هغه افغانان چې دریمو هېوادونو ته د پناه غوښتنه کړې، باید د مارچ تر ۳۱مې له اسلام اباد او راولپنډۍ ووځي.

خو د راپورونو له مخې، سره له دې چې دې افغانانو له اړوندو سفارتونو معتبر اسناد او لیکونه هم ترلاسه کړي، بیا هم ګڼ شمېر نیول شوي او افغانستان ته استول شوي دي.

په اسلام اباد کې یو افغان کډوال، چې امریکا ته د تګ په تمه دی، د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل:

"دلته ډېری خلک، چې متحده ایالاتو ته د تګ لپاره قضیې لري، دمخه یې د سفارت څخه د معافیت لیک ترلاسه کړی و، مګر د دې لیک سره سره، پولیسو دا کسان نیولي او د سفارت لیک یې هم نه دی منلی."

د پاکستان حکومت په داسې حال کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ شدیده کړې، چې افغانستان کې اقتصادي او بشري وضعیت ورځ تر بلې خرابېږي.

ملګرو ملتونو او د بشري حقونو مدافعانو په کراتو له پاکستانه غوښتي، چې د افغانانو د نیولو او ډیپورټ په مسله کې بشردوستي په نظر کې ونیسي.

  • 16x9 Image

    صفي‌الله ستانکزی

    صفي الله ستانکزی پراګ کې د ازادي راډیو خبریال دی چې د افغانستان، سیمې او نړۍ پر روانو چارو راپورونه جوړوي. ده کلونه په افغانستان کې هم د ازادي راډیو لپاره خبریالي کړې ده
    پر ایکس او فیسبوک یې تعقیبولی شئ
     

XS
SM
MD
LG