د ایران د سپاه پاسداران د سمندري ځواکونو په پوځي مانورنو کې چې د جمعې له ورځې پيل شوي چټکې بېړۍ، د وچې – سمندر راکټونه، له سطحې – سطحې راکټونه ازمویل کېږي.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې د ایران د سمندري ځواکونو عمومي قومندان علي رضا تنګسیري د دغو پوځي تمرینونو هدف د ایران ګاونډیو هېوادونو ته د سولې او ملګرتیا پیغام بللی او دا چې ایران په خپله د دې حساسې سیمې د امنیت په نیولو برلاسی دی.
ایران او متحده عربي امارات په خلیج کې ځینو ټاپوګانو جنجال لري.
د تُنب لوی او واړه ټاپوګان او ابوموسی هرمز تنګي ته نږدې په خلیج کې پراته دي چې د نړۍ یو پر پنځمه برخه تېل ترې تیریږي.
د ایران د سمندري ځواکونو دا تمرینونه به د مارچ تر نیمايي دوام وکړي.
د سمندري ځواکونو قومندان تنګسیري ادعا کړې دا پوځي مانورې د هر ډول بهرني ځواک د یرغل په وړاندې د مقابلې لپاره ترسره کېږي. هغه زیاته کړې که د ده په خبره دښمن وغواړي د ایران ګټې وګواښي یو قوي ځواب به وویني.
په خلیج او هرمز تنګي کې د ایران د سمندري ځواکونو تحرکاتو مخکې هم غبرګونونه پارولي.
نړیوالې ټولنې په کراتو له ایران غوښتي چې په هرمز تنګي کې د نړیوالې بېړۍ چلوونې مقررات رعایت او کښتیو ته له ګواښه ډډه وکړي.
خو ایران د لویدیځ له فشار سره سره خپلو تحرکاتو ته دوام ورکړی او څو واره یې کښتۍ او عملې ایسارې کړې دي.
تېر وار په ورته پوځي مانور کې ایران یوه پرمختللې کشفي بېړۍ ښکاره کړه او هم یې د دغه هېواد په مرکزي او لویدیځو برخو کې د ایران د اټومي تاسیساتو د ساتنې په هدف یو لړ تمرینونه وکړل.
ایران داسې وخت دا پوځي مانورې پیل کړي چې ویل کېږي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د خپل لومړۍ دورې په څېر وار دا ځل بیا هم په ایران د تر ټولو زیات فشار تګلاره تعقیب کړي.
تېر وار ډونالډ ټرمپ امریکا له ایران سره د ۲۰۱۵ کال له اټومي تړون وایستله او په دغه هېواد یې ډېر بندیزونه ولګول.
همدارنګه د ټرمپ په لومړۍ دوره کې د هغه په امر د ایران د سپاه پاسدران ځواکونو د قدس ډلې مشر قاسم سلیماني په عراق کې د امریکا په ډرون برید سره ووژل شو.
ډونالډ ټرمپ پنجشنبه ناوخته خبریالانو ته وویل هیله من دی چې د ایران مساییل د اسراییلو د برید له اړتیا پرته حل شي.
هغه همدارنګه فاکس نیوز ته ویلي د ایران په اړه یواځینۍ مسله چې دی پرې ټینګار لري دا ده چې اټومي وسله ونه لري.