که څه هم د طالبانو په بیان کې د زیاتو جزئیاتو له ورکولو ډډه شوې خو په ورستیو څو ورځو کې ځینو رسنیو د پاکستاني چارواکو له قوله ویلي و چې طالبانو ورسره افغان نجونو ته د تحصیلي بورسیو په اړه په دې شرط هوکړه کړې چې له دوی سره یو نارینه محرم ته هم ویزه ورکړل شي.
د پاکستان له لوري اعلان شوي بورسونه د طب، انجنیرۍ، کرنې او نورو برخو کې دي او ۳۳ سلنه یې نجونو ته ځانګړي شوي دي.
د دغو بورسونو د ترلاسه کولو په ازموینه کې د ګډون کوونکو کسانو د معلوماتو پر بنسټ په تېرو ۳ ورځو کې ګڼو افغان زده کوونکو په پاکستان کې حضوري او په افغانستان کې په انلاین بڼه د لیسانس، ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې د زدکړو لپاره ازموینې ورکړي دي.
د پاکستاني چارواکو د معلوماتو پربنسټ د دغو بورسونو لپاره څه باندې ۵۰۰۰ زره افغان نجونو او له ۱۵ زرو څخه زیاتو نارینه محصلانو نوم لیکنه کړې.
له دې اعلان وروسته د ټولنیزو رسنیو ځینو فعالانو او ان ځینو طالب پلوه کسانو هم په پاکستان کې د افغان نجونو له زده کړو سره د طالبانو پر احتمالي هوکړې چې طالبانو رده کړه کلکې نیوکې کړي دي.
د زده کړو د برخې فعال صلاح الدین سعیدي په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:
« که چیرته افغان طالبان په افغانستان کې د ښځو له زده کړو سره مخالفت لري خو که په پاکستان کې یې له زده کړو سره هوکړه کوي دا نو بیا د شرم خبره ده، په دې مسله کې د علم او پوهې نه اخوا نور شوم او سیاسي موخې مطرح کیدای شي او لکه څنګه چې مو پخوا هم ویلي د علم په مقابل کې د طالبانو مخالف دریځ د خپل نظام د پښو وهل او د اسلام د نوم بدول دي.»
د ټولنیزو رسنیو بېلابېلو فعالانو هم په دې اړه بیلابیل غبرګونونه ښودلي او ویلي یې دي چې طالبانو په کور دننه د نجونو په هر ډول زده کړو بندیز د دې لامل شوی چې افغان نجونې له مجبورۍ ان پاکستان کې چې وار دمخه له ډول ډول ننګونو سره مخامخ دی زده کړو ته زړه ښه کړي.
په همدې حال کې د کابل ښار اوسېدونکې ولوله چې په ازموینه کې یې برخه اخیستې وايي چې له ډېرې ناچارۍ یې په پاکستان کې د زده کړو دوام ته زړه ښه کړی دی.
« موږ اړ یو چې د خپلو زده کړو د دوام لپاره یو بل هېواد ته لاړ شو او هغه هم داسې هېواد لکه پاکستان، که څه هم زه ورته خوشحاله یم خو که په خپل هېواد کې افغان نجونو ته د زده کړو زمینه برابره شي نو دا تر ټولو ښه خبره ده.»
طالبانو پر افغانستان تر بیا ځلې واکمنۍ وروسته له شپږمو ټولګیو پورته د نجونو په هر ډول زده کړو بندیز لګولی دی، د طآلبانو دا بندیز لامل شوی چې په بهرنیو هیوادونو کې افغان زده کوونکو ته د بورسونو د ورکولو بهیر تر ډېره په ټپه ودریږي.
د یادونې ده چې طالبانو تېر کال د یو شمیر هغو نجونو د سفر مخه هم نیولې وه د متحده عربي اماراتو دوبۍ ښار ته د زده کړو لپاره روانې وې.