د خوست ولایت اوسېدونکي خیوا ګل وايي:"ما دوبۍ کې تر ۱۵ډیر کلونه کار وکړ، خو اوس دلته بې کاره یم"
هغه چې ۱۵ کاله یې دوبۍ کې د تعمیرونو پلاستر برخه کې کار کړی وايي اوس په هیواد کې دننه او وزګاره دی، ځکه چې د ویزې ستونزه لري.
نوموړي ازادي راډیو ته یې وویل:
"او له ګڼو اقتصادي او د بېکاري ستونزو سره مخ یم، اوس ځکه بې کاره یم چې دلته د کار زمینه نشته او هلته د تګ لپاره ویزه نه راکول کېږي، له دولته مې غوښتنه ده چې یا دې دلته موږ د کار زمینه برابره کړي یا دې هم دغو هېوادونو سره زر تر زره خبرې وکړي چې زموږ د ویزو ستونزې حل کړي چې موږ هلته د کار لپاره ولاړ شو."
د پکتیکا ولایت اوسېدونکي محمد نعیم بیا چې ده هم شاوخوا ۷ کاله په سعودي عربستان کې په ودانیزه برخه کې کار کړی ازادي راډیو ته وویل:
"زه په ساختماني کارونو کې مهارت لرم، همدلته او مې هلته د ساختماني پروژو براورد او نور کارونه کړی شول، خو دا درې کاله کېږي چې بې کاره یو، دلته (افغانستان) ته راغلي یو اوس ویزې هم نه پیدا کېږي، افغانانو ته ویزې نه ورکول کېږي، اوه اته کاله مې مدینه منوره کې کار کړی دی، چې له کله دا امارت راغلی یوه روپۍ مې کار نه دی کړی دلته هم کارونه نشته."
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت د کار او ټولنیزو چارو وزارت پرون شنبه په خپله ایکس پاڼه ( پخواني ټویټر) د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې د دوی د حکومت د بهرنیو او کورنیو چارو وزارتونو، د احصایې ملي ادارې او عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره په ګډه پنځه اړخیزه ناسته کړې تر څو بهر ته د افغان ماهرو کاریګرانو د لېږد، هلته ورته د اسانتیاوو پر برابرولو او د ستونزو ته یې د رسېدو لپاره همغږي وکړي.
دغه وزارت زیاته کړې چې په دې ناسته په دې پرېکړه شوې چې بهر ته په قانوني ډول د افغان کارګرانو د لیږد بهیر د ګړندي کولو، هلته د میشتو افغان کارګرانو د اسنادو د تحلیل او غوره تنظیم او کاروبار کې د نورو لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو او هغوی له خپلو حقوقو څخه د خبرولو لپاره یو پنځه اړخیزه هوکړهلیک ترتیب شي، ترڅو په ټکو یې د هغې مطابق هر اداره په دې تړاو خپل مکلفیتونه په ښه توګه ترسره کړي.
د طالبانو حکومت بهر ته د افغان ګارګرانو د لېږلو په اړه دا اقدام داسې مهال کوي چې په افغانستان کې د بې کارۍ له امله له ناقانونو لارو په ډیرو سختو او مرګونو لارو نورو هیوادونو ته د افغان ځوانانو تګ ډیر شوی دی.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې په ډیر شمیر سره افغان کارګرانو په بېلابېلو برخو کې نورو په ځانګړې توګه عربي او خلیجي هېوادونو ته په شخصي ډول له قانوني لارو سفر کولو.
د افغانستان د کارګرانو او کارکوونکو د ملي ټولنې د معلوماتو له مخې، دا مهال یوازې په سعودي عربستان کې تر دوه لکو افغان ماهر کارګران په کار بوخت دي.
د دې ټولنې یو مسوول د موضوع د حسایت له امله د نوم او غږ د نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو مخکې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او اړوندو نورو ادارو په چوکاټ کې د قانوني پروسې له لارې به هر کال کابو ۵۰ زره افغان کارګران یادو هېوادونو ته استول کېدل.
د یادونې ده چې تر دې وړاندې هم د ۲۰۲۴ کال د جولای په ۲۳ په کابل کې د طالبانو د حکومت لخوا د کار ملي کنفرانس کې ځینو طالب چارواکو ویلي وه چې بهر ته به د افغان ماهرو کارګرانو د لېږد زمینه برابره کړي، خو دا چاره تر اوسه نه ده عملي شوې.