سفارت د فبرورۍ پر ۱۹مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په خبرپاڼه کې ویلي دي چې له دې پرېکړې یوازې هغه افغانان مستثنا دي چې د پاکستان قانوني ویزه لري، خو د افغان تابعیت یا سېټېزن او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مهاجرت یا پي او ار کارډونو لرونکي د اخراجېدونکو په ډله کې شامل دي.
د فېبرورۍ په ۱۴ مه د اسلام اباد پرېس کلب مخې ته په لګيدلي هړتالي کمېپ کې يو شمېر خبريالانو ګډون وکړ.
د فبرورۍ پر ۱۴مه د پاکستان بهرنیو چارو دفتر ویاند شفقت علي خان په اسلاماباد کې اونیزې خبري غونډې ته وویل چې دا ډول اقدامات په سیمه کې د ځواک توازن ګډوډولی شي او د امنیتي وضعیت د خرابېدو لامل کېدلی شي.
محمود خان اڅکزي دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحريک انصاف له مشر بيرسټر ګوهر علي خان او ځینو نورو اپوزيشن ګوندونو له غړو سره د ګډې خبري غوندې پر مهال کړې دي.
د بلوڅانو د يووالي کمېټۍ مرستیال مشر عبدالوهاب بلوڅ او د ورکو بلوڅانو د لټون لپاره د فعاله سازمان وایس فار بلوچ مېسېنګ پرسنز غړې سیمي دین بلوڅ د فبرورۍ پر ۱۲مه په کراچۍ پرېس کلب کې د خبرې غونډې پر مهال دعوه وکړه چې له هغو څخه یې ۴۳ کسان يوازې د بلوچستان په مکران سيمه کې ورک شوي دي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د خبرپاڼې په خپرولو ویلي دي چې شهباز شريف او ولسمشر اصف علي زرداري د اردغان د هرکلي لپاره هوايي ميدان ته ورغلي ول.
د سیند حکومت او پولیسو لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو په سکر کې د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په درج شوې مقدمه کې پر علي وزیر یو ځل بیا د ریاست او پوځ پر ضد ویناګانو او خلکو د پارولو تورونه پورې شوي دي.
رویټرز اژانس د مراکش د چارواکو له خولې ویلي دي چې د جنورۍ پر ۱۰مه ورته معلومات رسېدلي ول چې د کډوالو یوه کښتۍ مشکلات لري خو زیاتوي چې معلومه نه ده چې ایا چپه شوې کښتۍ همهغه وه او که بله.
زرغام خټک د فبرورۍ پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې د ده دوه وروڼه وقاص خټک او احتشام خټک له خپل ملګري اکرام الله سره پر موټرسایکل روان ول چې په صدر سیمه کې یې د پولیسو له موټرسایکل سره ټکر وکړ.
نور وښیئ