د لاسرسي ځای

تازه خبر

علي وزير د پنجاب او بلوچستان تر جېلونو وروسته د سیند صوبې زندان ته لېږدول شوی


 په اسلام اباد کې پولیس علي‌ وزیر بیايي - انځور له ارشیف
په اسلام اباد کې پولیس علي‌ وزیر بیايي - انځور له ارشیف

د بلوچستان پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مخکښ او د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزیر د سيند پوليسو ته سپارلی دی.

د حب ګډاني زندان یو چارواکي د فبرورۍ پر ۱۱مه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې د سیند پولیسو علي وزیر له ځان سره سکر ته بیولی دی.

د سیند حکومت او پولیسو لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو په سکر کې د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه په درج شوې مقدمه کې پر علي وزیر یو ځل بیا د ریاست او پوځ پر ضد ویناګانو او خلکو د پارولو تورونه پورې شوي دي.

په حب کې د پښتون ژغورنې غورځنګ يو ځايي مشر هدايت الله پشتين د فبرورۍ پر ۱۱مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د علي وزیر پر ضد نوې مقدمه "جعلي" وبلله او زیاته یې کړه: "هغه له تېرو شاوخوا دوو میاشتو راهیسې د ګډاني په زندان کې بند وو نو بیا یې د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه د سیند په سکر کې جلسې ته وینا څنګه وکړه؟"

د یادونې ده چې د اسلام اباد پولیسو علي وزیر د ۲۰۲۴ز کال د اګست پر درېيمه نیولی وو. هغه مهال پر نوموړي د موټر د ټکر، د نشه يي موادو د ساتلو او له پولیسو سره د نښتې تور پورې شوی وو. خو وروسته عدالت ورته په هغو مقدمو کې ضمانت ورکړ.

مګر علي‌ وزير خوشې نه شو او له اسلام اباده راولپېنډۍ، بیا د پنجاب بېلابېلو ضلعو په جېلونو او وروسته د بلوچستان په حب کې بندي شو.

په هغو ټولو ځايونو کې پولیسو پر هغه تور پوې کړی وو چې د امنيتي ځواکونو پر ضد یې ويناوې کړي او د ریاست پر ضد یې د خلکو پارولو هڅه کړې ده.

د پنجاب د هغو ضلعو انتظامي مشرانو (ډېپټي کمېشنرانو) د وزیر پر ضد په ليکلو پولیس راپورونو کې ويلي چې که هغه له زندانه خوشې شي نو عامه نظم ګډوډوي.

خو د نوموړي وکيلان او د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران هغه ټولې دعوې په مفروضو ولاړې او دا د وزیر د خاموشه کولو هڅې بولي.

په کراچۍ کې د پي ټي ايم مشر نور الله ترين د فبرورۍ پر ۱۱مه له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان پر ریاست تورې پورې کړ چې له علي وزير سره زیاتی کوي. "پر علي وزير ټولې مقدمې درواغجنې او بې اساسه دي. له هغه سره ناوړه چلند کېږي. خو که ریاست هر څومره ظلم وکړي بیا به هم موږ له خپلې مبارزې نه اوړو."

د مشال راډيو موندنې ښيي چې په تېرو ۱۰ کلونو کې پر علي وزير له ۱۰۰ زیاتې مقدمې جوړې شوې، ۱۲۵ ځلې عدالتونه ته وړاندې شوی او څه د پاسه درې کاله یې جېل تېر کړی دی.

علي‌ وزير د پاکستان پر امنيتي پاليسيو د سختو نيوکو لپاره پېژندل کېږي. هغه تور پورې کوي چې د پاکستان پوځ د ترهګرۍ د ختمولو پر ځای، د وسلوالو د پيدا کولو سبب شوی دی.

خو د پاکستان پوځ او حکومت همېشه دا تور رد کړی او وايي د ترهګرۍ ضد جګړه کې یې ډېره قرباني‌ ورکړې ده.

د يادونې ده چې د پاکستان حکومت د ۲۰۲۴ز کال د اکتوبر پر شپږمه پر پښتون ژغورنې غورځنګ بندیز لګولی دی.

حکومت دعوه کوي چې پي ټي اېم د امنيتي ځواکونو پر ضد د خلکو په پارولو کې لاس لري. خو د هغه غورځنګ مشر منظور پشتين په بیا بیا دا تورونه رد کړي او د جنورۍ په میاشت کې یې په يو ويډيو بیان کې وويل چې پر سوله ییزو فعالانو بندیزونه او وسلوالو ته موقعې برابرول د پاکستاني ریاست پالیسي ښيي چې د چا ملګری دی.

XS
SM
MD
LG