پاکستان د امریکا لخوا هند ته د پرمختللو وسلو د ورکولو اعلان په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
د فبرورۍ پر ۱۴مه د پاکستان بهرنیو چارو دفتر ویاند شفقت علي خان په اسلاماباد کې اونیزې خبري غونډې ته وویل چې دا ډول اقدامات په سیمه کې د ځواک توازن ګډوډولی شي او د امنیتي وضعیت د خرابېدو لامل کېدلی شي.
نوموړي زیاته کړه چې د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار به د فبرورۍ په ۱۸مه نیویارک ته سفر وکړي ترڅو د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې ګډون وکړي او د پاکستان دریځ وړاندې کړي.
دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډانالډ ټرمپ او د هند وزیراعظم نریندرا مودي په سپینه ماڼۍ کې وکتل.
تر کتنې وروسته د دواړو مشرانو په ګډه خبري غونډه کې ټرمپ اعلان وکړ چې امریکا به پر هند اېف-۳۵ جنګي جېټ الوتکې وپلوري.
د هند وزیراعظم، نریندرا مودي د فبرورۍ په ۱۳مه امریکا ته سفر وکړ او د فبرورۍ په ۱۴مه یې په سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره وکتل. د دې لیدنې موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ، دفاع او امنیتي همکاریو پیاوړتیا وه.
د جنګي جېټ الوتکو د پلور سربېره دواړو مشرانو د یوې نوې ۱۰ کلنې دفاعي همکارۍ چوکاټ د لاسلیک نیت څرګند کړ چې موخه یې په هوا، ځمکه، سمندر، فضا او سایبر برخو کې د همکارۍ پراخول دي.
دا راز ټرمپ او مودي موافقه وکړه چې د سوداګرۍ په اړه شته ستونزې حل کړي او تمه ده چې د روان کال تر پایه یو تړون بشپړ شي.
په دې مهال مودي ژمنه وکړه چې تر ۲۰۳۰ز کال پورې به د دواړو هېوادونو دوه اړخیزه سوداګري دوه برابره کړي.
د یادونې وړ ده چې پاکستان او هند څو ځله د کشمیر پر سر جګړې کړې دي، او د وسلو دا ډول معاملې کولی شي په سیمه کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو لامل شي.