د پاکستان وزیراعظم او د ترکيې ولسمشر د دوه اړخيزه تعلقاتو د پراخولو لپاره يوشمېر موافقې لاسليک کړې دي.
ولسمشر رجب طیب اردغان د فبرورۍ پر ۱۲مه نېټه ماښام مهال په دوه ورځني سفر پاکستان ته ورسېد.
د پاکستان دولتي راډیو ویلي دي چې وزیراعظم شهباز شریف او ولسمشر اردغان د فبرورۍ پر ۱۳مه په اسلام اباد کې د وزیراعظم په دفتر کې د دواړو هېوادونو ترمينځ د همکارۍ د عالي شورا د اوومې غونډې په پای کې موافقې لاسلیک کړې.
راډیو زیاتوي چې ترکیې او پاکستان د دفاع، توانایۍ (انرژۍ)، معدنیاتو، اوبو، سوداګرۍ، صنعت او ساینسي تعلیم او روزنې ترڅنګ په ځینو نورو برخو کې د اړیکو د لا پراخولو او ټینګولو لپاره ۲۴ موافقې، مفاهمت لیکونه او مسودې یو بل ته وسپارلې.
دا تر هغې وروسته ده چې د پاکستان د وزيراعظم شهباز شريف دفتر د فبرورۍ پر ۱۳مه په بیان کې وویل چې د اردغان د سفر پر مهال د دواړو هېوادونو ترمینځ ځينې سوداګریزې موافقې کېږي او پر امنيتي مسايلو به هم خبرې کېږي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د یوې جلا خبرپاڼې په خپرولو ویلي دي چې شهباز شريف او ولسمشر اصف علي زرداري د اردغان د هرکلي لپاره هوايي ميدان ته ورغلي ول.
د پاکستان سرکاري راډیو لیکي چې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان ته د پاکستان وسلوالو ځواکونو سلامي وړاندې کړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر خپله ووبپاڼه ليکلي چې دا سفر د انقرې او اسلام اباد د ستراتيژيکو اړيکو د پخولو لپاره مهم دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي اردغان ته د سفر بلنه وزیراعظم شهباز شریف ورکړې وه.
د وزارت په وینا، د اردغان او شریف په مشرۍ د ترکيې او پاکستان ترمينځ د همکارۍ د عالي شورا د غونډې په پای کې اعلامیه هم خپرېږي.
له اردغان سره په سفر کې د سوداګرو یو پلاوی هم ملګری دی چې د فبرورۍ پر ۱۳مه د دواړو هېوادونو د سوداګرانو د شورا په غونډه کې ګډون کوي.
ترکیه او پاکستان اوسمهال هر کال د یو ارب (مېلیارد) امریکايي ډالرو سوداګریزه راکړه ورکړه کوي.
دواړو هېوادونو د ۲۰۲۴ز کال په مې کې اسلام اباد ته د ترکیې د بهرنیو چارو د وزیر حقان فیضان د سفر پر مهال پرېکړه کړې وه چې د سوداګرۍ دا کچه به تر پینځو اربو ډالرو لوړوي.
ترکيه او پاکستان له یو بل سره ښه تعلقات پالي. اردغان اسلام اباد ته تر تګ مخکې انډونیشیا او ملایشیا ته تللی وو.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم د فبرورۍ پر ۱۰مه پرتګال ته د تګ پر مهال د لږ وخت لپاره په ترکیه کې ایسار شوی وو او له خپل سیال رجب طیب اردغان سره یې لیدلي ول.