په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت د پاکستانیو چارواکو په حواله ویلي دي چې چې هغه هېواد د افغان کډوالو د ایستلو "قطعي او حتمي" پلان لري.
سفارت د فبرورۍ پر ۱۹مه پر اېکس (پخواني ټوېټر) په خبرپاڼه کې ویلي دي چې له دې پرېکړې یوازې هغه افغانان مستثنا دي چې د پاکستان قانوني ویزه لري، خو د افغان تابعیت یا سېټېزن او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د مهاجرت یا پي او ار کارډونو لرونکي د اخراجېدونکو په ډله کې شامل دي.
بیان وايي، د اخراج لړۍ له اسلام اباد او راولپېنډۍ څخه پیلېږي او بیا به تر ټول پاکستانه غځېږي.
د طالبانو حکومت ډېپلوماټانو ویلي د پاکستان د دې "سملاسي پرېکړې" په اړه یې خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.
سفارت په بیان کې دا هم ویلي دي چې په وروستیو کې پولیسو په هغو ښارونو کې د افغانانو د نیولو، ورڅخه د پلټنو بهیر پیل کړی دی او ورته وايي چې د پاکستان نورو برخو ته دې ولاړ شي.
د پاکستان حکومت لا د طالبانو د حکومت تر واک لاندې د سفارت بیان په اړه څه نه دي ویلي، البته د بهرنیو چارو وزارت د فبرورۍ پر ۱۹مه په بیان کې ویلي دي چې له افغانانو سره د پاکستانیو چارواکو د ناسم چلند په اړه د طالبانو د حکومت د ناظم الامور څرګندونې ناسمې دي او ردوي یې.
د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې له افغانانو سره د نامناسب چلند ذکر نه دی شوی، خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په بیان کې ویلي دي چې اسلام اباد له ۲۰۲۳ز کال راهیسې "بې اسناده بهرنیان" باسي او داسې "مېکانېزمونه یې عملي کړي" چې له مخې یې د خلکو د "ځورونو یا ورسره د ناسم چلند" مخه نیول کېږي.
بیان زیاتوي چې د طالبانو حکومت دې په افغانستان کې داسې شرایط پیدا کړي چې ورستنېدونکي افغانان بیا په خپله ټولنه کې مدغم شي.
د پاکستان حکومت تر دې مخکې هم په بیا بیا ټینګار کړی دی چې د بې اسناده افغانانو ایستلو ته ژمن دی.
دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) له ویزې لرونکو پرته ټولو افغانانو ته خبر ورکړی دی چې د فبرورۍ تر ۲۸مې پورې دې له اسلام اباد او راولپېنډۍ څخه وځي.
ادارې د فبرورۍ پر ۱۸مه پر خپله ووبپاڼه په بیان کې ویلي دي چې دا خبر ورته پاکستانیو چارواکو ورکړی دی.
ادارې لیکلي، د پاکستان د حکومت د لارښوونې له مخې، هغه کسان چې نورو هېوادونو ته د تګ پروګرامونو اړوند لیکونه یا اجازتنامې لري، د مارچ تر ۳۱مې پورې په هغو ښارونو کې پاتې کېدای شي.
یو اېن اېچ سي ار په راولپېنډۍ او اسلام اباد کې پرتو افغانانو ته مشوره ورکړې چې په دې لړ کې دې ژر تر ژره د متبادلې لارې انتظام وکړي.
په عین وخت کې امریکا ته د تګ په انتظار افغانانو له واشنګټنه غوښتي دي چې د قبلولو بهیر دې یې ژر بیا پیل کړي.
د پاکستان حکومت د روان کال له پیل راهیسې په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې په سلګونه افغانان نیولي او له هغو څخه یې لسګونه یې افغانستان ته ستانه کړي دي.
حکومت د جنورۍ په پای کې په یو فرمان کې په راولپېنډۍ او اسلام اباد کې مېشتو افغانانو ته د مارچ تر پایه د هغو ښارونو د پرېښودو امر وکړ.
حکومت داراز پلان لري چې د افغان تابعیت یا سېټېزن کارډونو لرونکي هم افغانستان ته ولېږدوي. هغه کارډونه د پاکستان د وګړو د نوملیکنې، شناختي کارډونو او نورو اسنادو ادارې (نادرا) افغانانو ته ورکړي ول.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) او د مهاجرت نړیوال سازمان په تېرو اونیو کې څو ځلې له راولپېنډۍ او اسلام اباده د افغانانو پر ایستلو او هېواد ته یې پر احتمالي ستنولو اندېښنه ښوولې ده.
هغو ادارو د پاکستان پر پرېکړه انتقاد کړی او ویلي یې دي چې د افغانانو هېواد ته ستنول یې ژوند له خطر سره مخامخولای شي.
له دې پرته د بخښنې نړیوال سازمان په جنورۍ کې د پاکستان له حکومته غوښتي ول چې ټول بندي افغانان دې خوشې کړي او د پاکستان د بشري حقونو کمېشن د افغانانو پر ډله ییزه ګرفتارۍ اندېښنه ښوولې وه.
د پاکستان حکومت د ۲۰۲۳ز کال له نومبر راهیسې تر ۸۰۰،۰۰۰ زیات افغانان هېواد ته ستانه کړي دي.
پاکستان ته د افغان کډوالو د ورتګ لړۍ په ۱۹۸۰ز کال کې پيل شوه خو وروسته د کورنیو جګړو پر مهال هم هغه هېواد ته لکونه کډوال ورغلل. البته د پاکستانیو چارواکو په وينا، شاوخوا ۶۰۰،۰۰۰ افغانان د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته تللي دي.
په هغو کې ګڼ هغه افغانان هم دي چې امریکا، او اروپایي او نورو هېوادونو ته د کډوالۍ په انتظار په اسلام اباد او راولپېنډۍ کې مېشت دي.
د ۲۰۲۳ز کال په اکتوبر کې د پاکستان د هغه وخت لنډمهاله حکومت بې اسناده بهرنیانو ته د اکتوبر تر ۳۱مې په خپله خوښه د وتلو ویلي ول. د هغه کال د نومبر له لومړۍ راهیسې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو په زور د ایستلو بهیر پیل شوی.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ادعا کوي چې اوس هم تر درې مېلیونه پورې افغانان په پاکستان کې پراته دي.