په کراچۍ کې یوه پښتنه کورنۍ دعوه کوي چې پولیسو یې په حراست کې یو ځواب په شکنجه کولو وژلی دی.
زرغام خټک د فبرورۍ پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې د ده دوه وروڼه وقاص خټک او احتشام خټک له خپل ملګري اکرام الله سره پر موټرسایکل روان ول چې په صدر سیمه کې یې د پولیسو له موټرسایکل سره ټکر وکړ.
د ده په وینا، پولیسو درې واړه پرېډي تاڼې ته ولېږدول او هلته یې ورباندې تشدد وکړ، چې له امله یې وقاص خټک سا ورکړه.
پولیسو لا په دې اړه څه نه دي ویلي خو د سیند حکومت وايي پلټنې کوي.
وقاص خټک د خیبر پښتونخوا د کرک اوسېدونکی وو او ورور یې د کراچۍ په صدر سیمه کې په یوه دوکان کې کار کوي. هغه له حکومته د انصاف غوښتنه کړې ده.
د وقاص خټک د وژنې پر ضد د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړو او پلویانو او د صدر سیمې سوداګرو د فبرورۍ پر اتمه احتجاج وکړ.
احتجاجیانو د وقاص خټک جسد د پرېډي پولیسو تاڼې مخې ته، او بیا پر اېم اې جناح سړک کښېښود او څو ساعته یې پرلت وهلی وو.
د غورځنګ په کوربه توب د ۲۰۲۴ز کال په اکتوبر کې شوې پښتون قامي جرګې پر خپله رسمي اېکس پاڼه (پخواني ټوېټر) په بیان کې لیکلي چې د کراچۍ په ګډون د پاکستان په ټولو ښارونو کې "د پښتنو وژنه دوام" لري. غورځنګ ادعا کړې چې پښتانه د "نسل پر اساس وژل" کېږي.
په همدې حال کې د سیند صوبې حکومت او د پولیسو مشر د پېښې نوټس اخیستی او د پرېډي تاڼې د پولیسو مشر په ګډون یې د نهو پولیسو دندې ځنډولې دي.
چارواکو داراز، د پېښې د پلټنو لپاره د پولیس افسرانو یوه کمېټه هم جوړه کړې ده.
په کراچۍ کې تر دې مخکې هم ورته پېښې شوې دي. تر دې وړاندې، د جنوبي وزیرستان ځوان نقیب الله مسید د ۲۰۱۸ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه تر نیول کېدو وروسته، له درو نورو کسانو سره ووژل شو.
هغه مهال د کراچۍ د ملیر سیمې د پولیسو پخواني مشر راو انوار دعوه کړې وه، چې "په ډزو کې یې ترهګر وژلي دي." خو وروسته، د سیند پولیسو د پلټنو ډلې هغه یوه "جعلي وبلله" وبلله.