د لاسرسي ځای

تازه خبر

محمود خان اڅکزی: موږ دا په پیسو او زور راغلې اسمبلۍ نه منو


محمود خان اڅکزی د ۲۰۲۴م کال په انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ غړی ټاکل شوی وو. (انځور: ارشیف)
محمود خان اڅکزی د ۲۰۲۴م کال په انتخاباتو کې د قامي اسمبلۍ غړی ټاکل شوی وو. (انځور: ارشیف)

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پاکستان ایین ساتنې غورځنګ مشر محمود خان اڅکزی وايي له هغو ټولو کمېټيو استعفا ورکوي چې مشري يې حکومتي ګوند مسلم ليګ (ن) کوي.

محمود خان اڅکزي دا څرګندونې د فبرورۍ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د حکومت مخالفه ګوند پاکستان تحريک انصاف له مشر بيرسټر ګوهر علي خان او ځینو نورو اپوزيشن ګوندونو له غړو سره د ګډې خبري غوندې پر مهال کړې دي.

ده وویل، "د اسمبلۍ سپيکر په درې يا څلورو کميټيو کې زما نوم اچولی دی خو زه ترې استعفا ورکوم ځکه چې دا جعلي اسمبلۍ ده."

نوموړي هغه تور بیا تکرار کړې چې "دا اوسنۍ اسمبلۍ د پيسو او زور پر بنياد جوړه شوې ده."

محمود خان اڅکزي وویل چې دوی دا اسمبلۍ نه مني او د ده په وینا، اسمبلۍ به هغه وي چې تحریک انصاف یې مشري وکړي.

محمود خان اڅکزی دا خبرې پر دې بنیاد کوي چې د دوی په فکر د ۲۰۲۴م کال د فبرورۍ پر اتمه ترسره شوي عام انتخابات تحریک انصاف ګټلي وو خو له دوی سره درغلۍ کړې وې.

دوی تور پورې کوي چې په هغو انتخاباتو کې پوځ لاسوهنه کړې وه او د تحریک انصاف ګټلې چوکۍ یې مسلم لیګ نون ته ورکړې کړې وې.

خو د پاکستان د انتخاباتو کمېشن او اوسنی واکمن مسلم لیګ نون دواړه دا تورونه ردوي او وايي چې هغه ټولټاکنې په شفافه توګه شوې وې.

محمود خان اڅکزي د فبرورۍ پر ۱۴مه په خبري غونډه کې وویل، "زه وړاندیز کوم چې د دې اوسنۍ اسمبلۍ په مقابل مې بله اسمبلۍ جوړه شي او موږ له هغه څخه ۲۶م اییني ترمیم لغوه کړو."

د پاکستان اوسنۍ اسمبلۍ د ۲۰۲۴م کال د اکتوبر په پای کې په اساسي قانون کې د ۲۶م ترمیم په نامه داسې بدلونونه وکړل چې اپوزېشن کوندونه یې مخالفت کوي.

د تحریک انصاف او پښتونخوا ملي عوامي ګوند په ګډون یو شمېر ګوندونه له هغه راهیسې احتجاجونه کوي او په ملک کې له سره د داسې انتخاباتو غوښتنه کوي چې د دوی په وینا شفافې او د پوځ له لاسوهنې پاکې وي.

د پاکستان پوځ تل داسې تورونه رد کړي دي چې ګواکې دوی د یوه یا بل ګوند لپاره د ملک په سیاست او په ځانګړې توګه انتخاباتو کې ګوتې وهي.

XS
SM
MD
LG