د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پولیو مخنیوي اداره وايي پاکستان کې یې د ۲۰۲۴ز کال د ګوزڼ ۷۴مه پېښه تایید کړې


په کراچۍ کې یو روغتیايي کارکوونکی ماشوم ته د پولیو واکسیني څاڅکي ورکوي - د فبرورۍ درېیمې انځور.
په کراچۍ کې یو روغتیايي کارکوونکی ماشوم ته د پولیو واکسیني څاڅکي ورکوي - د فبرورۍ درېیمې انځور.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي، د سیند په شکارپور کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی دی.

هغې ادارې د فبرورۍ پر ۱۱مه پر خپله ووبپاڼه په بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټېټیوټ یا اېن ای اېچ) ته د ماشوم د وینې نمونې د ډېسېمبر پر ۱۵مه استول شوې وې چې د فبرورۍ پر ۱۱مه یې پکې د پولیو وایرس تایید کړ نو ځکه دا پېښه په ۲۰۲۴ز کال کې حسابوي.

د ګوزڼ د مخنیوي اداره وايي چې له دې سره په ۲۰۲۴ز کال کې د پولیو د ټولو پېښو شمېر ۷۴ ته رسېدلی دی.

پروګرام وايي چې تېر کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۷، په سیند کې ۲۳ په خیبر پښتونخوا کې ۲۲ او او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

له دې پرته، په ۲۰۲۵ز کال کې په پاکستان کې د پولیو یوه پېښه ثبت شوې ده او ناروغ د خیبر پښتونخوا د ډېره اسماعیل خان اوسېدونکی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ په لومړۍ اونۍ کې په ټول هېواد کې د ګوزڼ اووه ورځنی واکسیني کیمپېن ترسره شو.

تېر کال په پاکستان کې د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې. په هغه هېواد کې په ۲۰۲۳ز کال کې د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په ۲۰۲۴ز کال کې په افغانستان کې ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي ول چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

XS
SM
MD
LG