د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت زياتوي چې په کابل کې یې د طالبانو له حکومت سره خپلې اندېښنې وخت په وخت شریکې کړې دي او ورڅخه يې غوښتي چې د امریکايي وسلو د ورانکارو لاسونو ته د رسېدو د مخنیوي لپاره دې موثر اقدامات وکړي.
اژانس د يوه پولیس چارواکي بابر بلوڅ له قوله وايي چې تورن کس د لور د وژلو تر اعتراف کولو له مخه ورته ویلي ول چې هغه يوه نامعلومه وسلوال وژلې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان قامي اسمبلۍ د جنورۍ پر ۲۳ مه پيکا ۲۰۲۵ ترميمي بل په دروند اکثريت سره منظور کړ.
د کمېشن مشر اسد اقبال بټ او نورو چارواکو د جنورۍ پر ۲۲مه پر دې موضوع په کراچۍ کې غونډې ته خپل راپور وړاندې کړ چې پکې راغلي دي چې د هندوانو لسګونه کورنۍ د بېلابېلو لاملونو پر بنسټ په سیند کې له خپلو اصلي ټاټوبو څخه نورو ځایونو ته کډو کولو ته اړ شوې دي.
په اسلام اباد کې اوسېدونکو ځینو افغان کډوالو، چې بهر ته د تګ لپاره په پاکستان کې ایسار دي، د جنورۍ پر ۲۱مه مشال راډيو ته وویل چې د پولیسو له خوا د ځورول کېدو تر څنګ د پاکستانيو ویزو په تمديدولو او بهر هېوادونو ته د تللو په پروسه کې ډېرې ستونزې لري.
نور وښیئ