د کډوالو یو مشر او د کراچۍ د سهراب ګوټ اوسېدونکي سید مصطفا مشال راډیو ته وویل، له تېرو شاوخوا ۴۰ کلونو راهیسې په پاکستان کې اوسي او هلته یې رشتې کړې دي او کاروبارونه لري.
د وزارت ویاند شفقت علي خان د مارچ پر ۲۷مه په اسلام اباد کې د اونیزې خبري غونډې پر مهال د مشال راډیو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې په پاکستان کې د افغانانو د پاتې کېدو موده نه ده غځول شوې او د پاکستان حکومت یې هېواد ته ستنولو ته ژمن دی.
د انګرېزۍ ژبې ډان نیوز ورځپاڼه وايي چې اېف ای اې پر مراد په قضیه کې یې پر هغه د برېښنايي جرمونو د مجازاتو قانون (پیکا) له مخې، پر ټولنیزو شبکو د "وېرې خپروونکو موادو" خپرولو تور پورې کړی دی.
بیان داراز وايي چې د ای اېم اېف کاري ډله په راتلونکو "۲۸ میاشتو کې" پاکستان ته د اب و هوا بدلون مخنیوي چارو لپاره له خپلو ځانګړو پیسو څخه "د ۱.۳ اربه ډالرو" د پور پر ورکولو سلا شوې ده. دا پور هم د اجراییوي بورډ تایید ته اړتیا لري.
اردو نیوز پر خپله ووبپاڼه د مراد د خواښې عابدې نواز ویډیويي بیان خپور کړی دی چې پکې نوموړې وايي چې د مارچ پر ۲۶مه شپې شاوخوا دوه بجې "پټ مخي" کسان یې کور ته ورغلل، ور یې وټکاوه او زوم ته یې ځانونه د "پولیسو" په توګه وروپېژندل.
د ريپبليکن ګوند جو وېلسن او د ډېموکرېټ ګوند جيمي پنېتا پر خپلو اېکس پاڼو ليکلي چې دا بیل یې په پاکستان کې د جمهوريت قوي کولو لپاره د مارچ پر ۲۴مه کانګرس ته وړاندې کړ.
د علي وزیر نېږدې ملګري او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي بادشاه پښتین مشال راډیو ته وویل چې د زندان چارواکو له تېرو څو ورځو راهیسې د علي وزیر پر ملاقاتونو هم " نااعلان شوی" بندیز لګولی دی.
ولسي او امنيتي مشرانو د مارچ پر ۱۸مه په اسلام اباد کې د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ د پاکستان د ملي امنیت وضعیت د ارزونې لپاره په غونډه کې ګډون وکړ او د "ترهګرۍ ضد ملي تګلارې" او د "عزم استحکام" هدفي عملياتو د سمدستي پلي کېدو غوښتنه يې وکړه.
د پیسو نړیوال صندوق د مارچ پر ۱۴مه په خپره شوې اعلامیه کې ویلي دي چې د پاکستان حکومت د لګښتونو د کنټرول او په ځانګړي ډول د پراختیايي پروګرام له لارې د مالي اهدافو ساتلو ته ژمن دی.
نور وښیئ