د لاسرسي ځای

تازه خبر

په لیبیا کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې ۱۶ پاکستانیان وژل شوي، ۱۰ ورک دي


د کډوالو یوه کښتۍ په سمندر کې د هسپانیې ساحل پر لوري روانه ده - پخوانی انځو.
د کډوالو یوه کښتۍ په سمندر کې د هسپانیې ساحل پر لوري روانه ده - پخوانی انځو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، په لیبیا کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله ۱۶ پاکستانیان وژل شوي او ۱۰ ورک دي.

وزارت د فیبروۍ پر ۱۱مه په یو بیان کې وویل چې د لیبیا ساحل ته نېږدې په ډوبه شوې کښتۍ کې ۶۳ پاکستانیان سواره ول.

د بیان ترمخه، په طرابلس کې د پاکستان سفارت د پېښې له خبرېدو وروسته، په لیبیا کې زاویه ښار ته خپل استازي واستول، چې هلته یې د ځایي چارواکو او د زاویه روغتون مسوولینو سره لیدلي او تر دې دمه یې د ۱۶ مړو هویت د پاکستاني پاسپورټونو له مخې تایید کړی دی.

د سفارت د معلوماتو له مخې، ۳۷ پاکستانیان ژوندي پاتې دي، چې له هغوی څخه یو تن په روغتون کې تر درملنې لاندې دی، ۳۳ د پولیسو په حراست کې دي، او ۳ نور کسان په طرابلس کې د پاکستان سفارت تر سرپرستۍ لاندې دي.

په اسلام‌اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې دوی د دې پېښې په اړه له لیبیايي چارواکو سره د نورو اقداماتو لپاره اړیکې نیولي دي، ترڅو ورک شوي کسان وپلټل شي او د وژل شویو کسانو جسدونه پاکستان ته انتقال شي.

تر دې وړاندې چې د مراکش (المغرب) د بندري ښار سره نېږدې د هسپانيې (سپېن) پر لوري د روانې یوې کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د ۴۴ پاکستانيانو په ګډون ۵۰ کسان وژل شوي ول.

په هغو وژل شویو کې د خیبر ضلعې دوه ځوانان هم شامل ول.

د کډوالو کښتۍ پېښه: خان فراز اپرېدی وايي تر اوسه یې د زوی هېڅ پته نه ده لګېدلې
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:46 0:00

د منځني ختیځ، افریقا او اسیا ډېری کډوال او پناه غوښتونکي په ناقانونه ډول اروپا ته د تګ لپاره د اوبو له لارې يونان او اېټالیا ته ځي چې وخت په وخت په لاره کې د کښتيو ډوبېدو پېښې کېږي چې پکې ګڼو کسانو ته مرګژوبله اوړي.

د واکېنګ بارډرز په وينا، په ۲۰۲۴ز کال کې يوازې هسپانيې ته په اوښتونکو کسانو کې يې ۱۰،۴۵۷ تر رسېدو مخکې مړه شوي دي.

د ۲۰۲۴ز کال په ډېسېمبر کې د یونان په ګافدوس ټاپو کې د کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې پینځه پاکستانیان ووژل شول او ۴۷ نور ژغورل شوي ول.

له پاکستانه هر کال ګڼ وګړي د بې کارۍ، اقتصادي او امنیتي ستونزو او ښه ژوند په تکل په ناقانونه لارو اروپايي هېوادونو ته ځي. هغوی د انساني قاچاقبرانو په مرسته له خطرناکو لارو تېرېږي چې وخت په وخت پر ځمکنیو او سمندري لارو د مرګونو پېښو ښکار کېږي.

د ۲۰۲۳ز کال په جون کې په يونان کې د کډوالو يوه کښتۍ ډوبه شوې وه چې شاوخوا ۷۵۰ کسان پکې سپاره ول. په هغه پېښه کې شاوخوا ۳۰۰ کسان ووژل شول چې ګڼ پاکستانيان هم پکې شامل ول.

XS
SM
MD
LG