د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر: وسلوال د اې این پي سیاستوال رزاق اپرېدي کور الوځولی


په تیرا میدان کې د عبدالرزاق اپریدي د کور پخوانی انځور.
په تیرا میدان کې د عبدالرزاق اپریدي د کور پخوانی انځور.

د خیبر قبایلي ضلعې په تیرا میدان کې د عوامي نیشنل ګوند ځايي مشر او مدني فعال عبدالرازق اپرېدي کور نامعلومه وسلوالو په بارودي موادو الوځولی دی.

اپرېدي مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر څلورمه، ماښام مهال په تیرا میدان کې د دوی نوی جوړ شوی کور وسلوالو په بمونو الوځولی دی او بیا یې ورته اور اچولی، چې سامانونه پکې سوځېدلي دي.

هغه وویل چې د دړکو سربېره به د امن لپاره خپلې هڅې جاري وساتي.

د خیبر ضلعي پولیسو یو چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډیو ته د دغې پېښې تصدیق کړی دی او زیاته یې کړه چې د موبایل فون د سهولت نشتون له کبله پوره معلومات نه لري.

د دې پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.

په تیرا میدان کې په دې وروستیو کې تحریک طالبان پاکستان او لشکر اسلام په نوم وسلوالو ډلو کسان یو ځل بیا راښکاره شوي او خپل فعالیتونه یې پیل کړي دي. خو د پاکستان پوځ په دې وروستیو کې ادعا کړې چې په تیرا کې یې د وسلوالو پر ضد مؤثر عملیات کړي دي.

خو د خیبر قبایلي ضلعې یو شمېر سیاسي او قبایلي مشران وايي، په تیرا کې ولسي وګړو ته د وسلوالو پرتله زیات زیان امنیتي ځواکونه رسوي.

دوی د جنورۍ پر دریمه مشال راډیو ته وویل چې د عملیاتو پر مهال په تیرو شاوخوا دوو میاشتو کې د نښتو پر مهال یو شمیر ولسي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي.

دې مشرانو غوښتنه کړیده چې د پاکستان امنیتي ځواکونه دې په سیمه کې د عملیاتو پر مهال عام وګړو ته د ځاني او مالي تاوانونو مخه ونیسي.

د باړې سیاسي اتحاد مشر شاه فیصل اپریدي وویل چې " په تیرا کې خلکو ته د وسلوالو پرتله زیات زیان د امنیتي ځواکونو له خوا اوښتی دی. وسلوال یوازې ورځي او له کورونو ډوډۍ اخلي خو امنیتي عسکرو، چاپې وهي، ډزې کوي او خلک وژني."

نوموړي زیاته کړه چې د حکومت له خوا ولس ته د خوندیتوب هیڅ باور لا نه دی ورکړل شوی.

خو له باړې او تیرا منتخب شوي د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي عبدالغني مشال راډیو ته ویل چې دوی دې مسلې ته پام کړی دی.

ده وویل چې دوي د سیاسي او قبایلي مشرانو یوه نماینده کمیټي جوړه کړې او د ملکي او پوځي چارواکو سره یی ملاقاتونه شوي او امنیتي ځواکونو باور ورکړۍ چې په تیرا کې به بیا ولسي وګړي نه په نښه کیږي.

په خیبر کې میشت امنیتي ځواکونو په بیا بیا ویلي چې هلته یوازې وسلوال په نښه کوي او د دې عملیاتو پرمهال د دوي افسرانو او سپایانو هم خپل ځانونه د لاسه ورکړي او په دې سیمه کې امن ته ژمن دي.

XS
SM
MD
LG