د خیبر پښتونخوا کورمې په پاړه چینار کې د شیعه او سني ټولنو ترمینځ د شخړو او د سیمې د تړلو لارو پر وړاندې د خلکو احتجاجونه دوام لري.
احتجاج کوونکو د پریس کلب ودانۍ مخې ته پر سړک خیمې لګولي او پرلت یې وهلی دی. دوی ۱۱ که څه هم نورې غوښتنې هم لري، خو اساسي غوښتنه یې د ټل - پاړه چینار مرکزي سړک په بشپړ ډول خلاصول دي.
په احتجاج کې شامل ځايي مشر سید مشیر حسین مشال راډیو ته وویل، که غوښتنې یې ونه منل شي، د بالیشخېلو په سیمه کې به د دیوال په جوړولو سره خپل ځانونه احتجاجاً د هېواد له نورو برخو جلا وساتي.
دا تر هغې وروسته ده چې د نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې د هغې پېښې په ګډون ټول ۱۲۴ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ نور ژوبل شول.
د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا د حکومت په مينځګړتوب په سیمه کې اوربند وشو، خو د ځايي خلکو په وینا، مهمې عمومي لارې لا هم نه دې خلاصې شوې.
د سنیانو یو مشر خواجه ناهید د ډېسېمبر پر ۲۶مه خبريالانو ته وویل چې په سیمه کې دا تاثر دی چې لارې دوی تړلې دي، خو حقیقت دادی چې تړلو لارو دوی (سنیان) هم اغېزمن کړي دي.
په کورمه کې د ډېسېمبر په لومړۍ نېټه د جګړې تر درېدو وروسته د حکومت په سرپرستۍ کې د راپورته شویو شخړو د حل لپاره د شیعه او سني مشرانو ترمنځ جرګه پیل شوې. په جرګه کې دواړو خواوو پر ۱۴ نکاتو بحث کړی او پر ټولو یې اتفاق کړی، خو د وسلو پر تسلیمولو کړکېچ پاتې دی. حکومت وايي، تر هغې چې وسلې ورته نه وي حواله شوې، لارې نه شي خلاصولای، خو د سیمې شیعه مشران له دې خبرې منلو انکار کوي. د پاړه چینار پیر سید نجات حسین وايي، وسلې ساتل ورته د ژوند او بقا لپاره ضروري دي.
دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا اپېکس کمیټۍ په کورمه کې د امن لپاره د سني او شيعه ډلو لخوا د جوړو کړل شويو مورچو د ختمولو پرېکړه کړې ده.
د ډېسېمبر پر ۲۰مه په پېښور کې د لوړپوړو حکومتي او امنیتي چارواکو کمېټۍ (اپېکس کمېټۍ) غونډه وشوه چې مشري یې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي او د خیبر پښتونخوا اعلا وزیر علي امین ګنډه پور کوله.
په غونډه کې وویل شول چې په کورمه کې تر هغه دوامدار امن نه شي راتلی، چې هلته مورچې او وسله ختمه نه کړل شي.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
په سیمه کې د سني او شیعه ډلو ترمینځ د نښتو لپاره دواړو خواو په غرونو، د سړکونو پر غاړو او مهمو ځایونو کې مورچې جوړې کړې دي او د جګړې پر وخت له دغو مورچو پر یو بل بریدونه کوي.
په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.